منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نورستان کې له ٢٢٥ ښوونځيو څخه یوازې ٤٠ یې ودانۍ لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د نورستان د پوهنې نوی ټاکل شوی رییس وايي، نا امنیو او په سیمه ييزه کچه ناسم مدیریت د دغه ولایت د پوهنې بهیر زیانمن کړی دی.

هغه وايي، د تدریسي موادو، ښوونکو او ودانیو د کموالي ستونزو تر څنګ ډېر کله په ځینو سیمو کې د نا امنیو له کبله د زده کوونکو تدریسي سیستم نیمکړی پاتې دی او ښوونځي تړلي وي.

نورستان ولایت کې په  ۲۲۵ ښوونځیو کې یوازې څلوېښت یې ودانۍ لري چې له کبله یې زرګونه زده کوونکي په خېمو او د ونو تر سیورو لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولايت د پوهنې رییس محمدامین حماد وايي چې په تېرو څو کلونو کې ۷ ښوونځي د دولت مخالفو وسله والو سوځولي او له تېرو شپږو کلونو راهیسې دوه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي پاتې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا ښوونځي وایګل کې د طالبانو له خوا تړل شوي، څه ستونزه په مکتب کې د استادانو په منځ کې هم رامنځته شوې وه او شخړه یې کړې وه، دا شپږم کال دی بند دي او دا د ټولو نه ښې لېسې وې؛ ځکه پخواني تجربه لرونکي استادان په کې وو چې روسیه کې یې ماسټرۍ کړې  اوس ما کار پیل کړی او په څو میاشتو کې به دا ښوونځي خلاص شي.))

د پوهنې رييس تور پورې کوي چې مخکنيو چارواکو د پوهنې وضعیت ښه کولو ته کار نه دی کړی او یوه میاشت کېږي چې ده خپله دنده پیل کړې ده.

نوموړی غوښتنه کوي چې نورستان کې دې د ښوونیز بهیر پرمختګ په هدف پوهنې وزارت د ودانیو جوړول په لومړیتوبونو کې ونیسي.

دی وايي: ((له وزارت نه زما جدي غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو ودانیو برخه کې موږ سره ډیره مرسته وکړي، دغه دوه درې کالو کې باید زموږ ټول ښوونځي ودانۍ ولري کال کې چې موږ ته لس لس ودانيو منظوري راکړي دا ستونزه به هواره شي.))

ولايتي شورا هم د دغه ولایت د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ بولي او  اړوند چارواکي د شته ستونزو د حل په برخه کې پر بې غورۍ تورنوي.

د ولایتي شورا منشي خلیل الله غیور د شته ستونزو حل په لنډ وخت کې ناشوني بولي، خو پر خلکو غږ کوي چې د خپلو حقونو غوښتلو لپاره مبارزه وکړي.

هغه پژواک ته وويل: ((په نژدې وخت کې هېڅ امکان نه لري چې دا مشکلات حل شي دا ډېر وخت او ډېره مبارزه غواړي او داسې اشخاصو ته ضرورت دی چې هغوی اجتماعي فکر ولري او په واقعي ډول ټولنې لپاره کار وکړي.))

د نورستان والي بيا وايي، د هغو څوارلسو ښوونځیو  د ودانیو جوړولو کار پیل شوی چې په تېر کې یې  د چارواکو د فساد له کبله  کارونه نیمکړي پاتې شوي وو.

والي حافظ عبدالقیوم که څه هم وايي، دا مهال د دارالمعلمین، د تخنیکي او مسلکي انیسټیټیوټ او دارالعلوم د ودانیو جوړولو کار جریان لري؛ خو نیوکه کوي، چې د پوهنې وزارت دغه ولایت ته سمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه پژواک اژانس ته زياته کړه: ((زه خپله د معارف له وزیر څخه شکایت لرم، هغه پاملرنه چې په کار ده نورستان ولایت ته یې نه ده کړې، ما پلانونه ورته لیږلي دي، چې څنګه د مکاتبو ودانیو باندې کار وشي، څنګه مسلکي استادانو ستونزه حل شي؛ خو په مرکز کې هغه پلانونو ته ارزښت نه دی ورکړل شوی.))

په نورستان کې د پوهنې ناسم وضعیت بله بېلګه د کانکور له ازموینې هم معلومېږي چې د چارواکو په وینا تېر کال له دغه ولایت څخه ۳۰۰ او سږ کال یوازې ۱۵۰ تنو د دوولسمو ټولګیو فارغانو د کانکور ازموینه کې ګډون کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه