منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د څېړنپوه معتمد شينواري د زوکړې نوييمه کاليزه ونمانځل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ٤ زمر ى ٩٦): د هېواد د نوميالي فرهنګي شخصيت څېړنپوه محمد اکبر معتمد شينواري د زوکړې نوييمه کاليزه ونمانځل شوه.

دغه ادبي غونډه نن په کابل کې د خوشحال فرهنګي ټولنې او د افغانستان قلم ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوې وه چې لسګونو پوهانو، څېړونکو او فرهنګيانو په کې برخه اخيستې وه.

ارواښاد څېړنپوه معتمد شينوارى، په ١٣٠٥ لمريز کال د ننګرهار په هسکې مېنې کې وزېږيد او شل کاله وړاندې (١٣٧٦لمريز) د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شو.

نوموړي د ژوند ډېره برخه په "پښتو ټولنې" او يا هم د افغانستان په علومو اکاډمي کې د علمي غړي په توګه تېره کړې ده.

د خوشحال فرهنګي ټولنې مشر پوهندوى بريالي باجوړي په دې غونډه کې وويل، شينوارى د دې تر څنګ چې يو ښه څېړونکى، اديب او ليکوال و، د ژباړې په برخه کې يې پښتو ژبې ته ډېر خدمت کړى دى.

ده زياته کړه، نوموړي له روسي ژبې څخه پښتو ته څو مهم ادبي اثار را ژباړلي چې په دې وسيله يې د پښتو ادب په بډاينه کې برخه اخيستې ده.

پروفيسور عبدالله بختاني د معتمد شينواري په اړه د څو خاطرو د يادونې تر څنګ وړانديز وکړ چې د نوموړي په اړه دې يو علمي – څېړنيز سيمينار جوړ شي.

په دغه ادبي محفل کې دغه راز اکاډميسن سليمان لايق، ډاکټر لطيف بهاند، څېړنپوه عبدالرحيم بختاني، عبدالهادي ميران او انجنير ستانه مير زهير د اکبر معتمد شينواري پر ژوند او اثارو خبرې وکړې.

د څېړنپوه اکبر معتمد شينواري ځينې ليکلي اثار دا دي: ژوند او ادب، پښتو روسي متلونه، د ميړني ولس ادبيات او د افغانستان وروستي خپل منځي جنګونه.

ژباړې يې دا دي: د افغانستان ملي ژبه او ادب، د روښانيانو ملي نهضت، اقتصادي جغرافيه او سيد جمال الدين افغان.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور