منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۸ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ته د زده کړو زمینه سازي کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): په هلمند کې د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، پر يوې طرحې يې کار کړى چې له مخې به يې ماشومان د شاقه کارونو پر ځاى زده کړو ته ولېږل شي.

دغه څرګندونې د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صديق الله خالقي د زمري په ٤مه په مرکز لښکرګاه کې "د ماشومانو خونديتوب د اسلام په رڼا کې" تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

خالقي وويل که څه هم تر اوسه دوى په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو په اړه سروې نه ده کړې خو له دې ستونزې د ماشومانو د خلاصون په موخه يې پر يوې طرحې کار کړى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ په یوه طرحه کار کړی دی او دا ډول کورنۍ به په نښه او ټولو ته به د دې لپاره مرستې او امکانات پیدا کړو چې خپل ماشومان د کار پر ځای زده کړو ته ولېږي.))

خو هغه ونه ويل چې دغه طرحه به کله عملي کېږي.

هغه دا هم وويل چې د هلمند په نا امنو سيمو کې له ماشومانو څخه په جګړو او د نشه يي توکو په قاچاق کې هم ګټه اخيستل کېږي.

په دې غونډه کې ديني عالم محمد يونس موسوي وويل چې د نورو سيمو په پرتله په دغه ولايت کې ماشومان له ډېرو درنو کارونو سره مخ دي.

هغه وايي: ((له یوې خوا جنګ دی، خلک بېوزلي دي، ښوونځي ته لاسرسی نه لري او له بلې خوا کورنۍ سره هم د اولاد د روزنې ځانګړی فرهنګ او مسوولیت نشته دى.))

د هغه په وينا، په هلمند کې ډېرى وخت هلکان او نجونې په کم عمر کې واده کوي چې بيا نه شي کولاى په سمه توګه د خپلو بچيانو روزنه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ارشاد، حج او اوقافو رييس محمد داوود مدقق وويل چې دوى پلان لري څو د رسنيو او جوماتونو له لارې کورنۍ پر دې وپوهوي چې پر خپلو ماشومانو د شاقه کارونو پر ځاى زده کړې وکړي.

د غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه بايد اړوند ارګانونه جدي اقدامات وکړي.

هغه وايي: ((موږ هم ورسره مرسته کوو څو پر ماشومانو دغه مشکل را کم کړو.))

حيات هم وويل چې قومي مشران، ملا امامان او اړوند مسوولين بايد هڅې وکړي څو په دې سيمه کې په کم عمر کې د ودونو مخه هم ونيسي؛ ځکه پر ماشومانو د شاقه کارونو يو عمده لامل دا هم دى.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم ځيني راپورونه خپاره شوي چې له مخې يې په هلمند کې پر ماشومانو د نورو شاقه کارونو تر څنګ په جګړو کې هم ګټه اخيستل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه