کابل(پژواک، ٤زمرى ٩٦): په کابل کې د پلالې نقاشۍ نندارتون چې د غنم د ډنډر يا پلالې په مرسته د انځورګۍ ځانګړى سبک دى، پرانېستل شو.
په دغه درې ورځني نندارتون کې د هېواد د پېژندل شوي نقاش ومان نيازي ګڼې نقاشۍ اېښودل شوې، د ګڼو دولتي چارواکو او د نوموړي د هنر د مينه والو په شتون کې د کابل ملي ګالري کې پرانېستل شو.
د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په يادو شوو مراسمو کې د ومان نيازي کار وستايه او ويې ويل چې دغه هنرمند په خپلو اثارو کې د قوي تخيل کارونې په سبب ځلېدلى او تلپاتې اثار يې پنځولي دي.
هغه زياته کړه:((په دې وروستيو کې ټول په شعر، داستان او يا رسنيو کې د مرګ، وژنو او وينې تويېدنې يادونې کوي، بايد کوښښ وشي چې تر ډېره د ښکلاګانو انعکاس ته پاملرنه وشي.))
غضنفر زياته کړه چې ومان نيازي د واقعيت پالنې له لارې په خپلو اثارو کې ښکلا په ښه ډول انځور کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ګالري مدير سيد عنايت الله سعيدي پژواک ته وويل چې په دې نندارتون کې ٥٥ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نوموړي په خبره، دا اثار د طبيعي مناظرو او د يو شمېر سياسي او ملي شخصيتونو له څېرو عبارت دي.
ومان نيازي پژواک ته وويل:((غواړم چې د خپل هنر له لارې د ټولنيزو ناخوالو پر وړاندې مبارزه وکړم، دا کار ډېر ظرافت غواړي، ماته خپل وطن ډېر ګران دى، غواړم چې د نقاشۍ له لارې خپل فرهنګي ارزښت نندارې ته وړاندې کړم.))
نوموړي په ورته وخت کې د حکومت له نه پاملرنې شکايت وکړ او ويې ويل چې حکومت بايد د هنرمندانو د هڅونې تر څنګ د هغوى د هڅونې او فعاليتونو د مثبت تاثير په موخه ملاتړ وکړي.
هغه وويل چې پلار يې-عزيزګندمي- چې د خپل عمر ډېر کلونه يې د همدې هنر له لارې د اثارو پنځولو کې تېر کړي، اوسمهال اتيا کلن او ناروغ دى، خو هېخ کوم دولتي چارواکي يې خبر نه دى اخيستى.
د پلالې نقاشۍ د پيدايښت اصلي زېږنځاى چين بلل کېږي او مخينه يې نږدې دوه زره کاله وړاندې مودې ته رسېږي چې په چين کې د دهقاني هنر په نوم هم يادېږي.
د نقاشۍ دې سبک کې له کيمياوي رنګونو ګټه اخيستل کېږي او ټول رنګونه د غنم د پلالې له تودولو منځ ته راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










