منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوه نيمروزي ځوان د کتاب ټولونې کمپاين پيل کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

زرنج (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): په نيمروز ولايت کې يوه ځوان د مطالعې کلتور د عامولو لپاره په خپل ولايت کې د کتاب ټولونې کمپاين پيل کړى دى.

دغه ځوان محمد ظريف يوسفزى نومېږي چې د زرنج ښار کې يې د يوې خېمې په وهلو سره  د کتاب مطالعې کمپاين پيل کړى او وايي چې دا کمپاين يې د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابتون د بډاينې او د مطالعې کلتور د عاملو په موخه کړى دى.

هغه زياته کړه: ((له بلې خوا راسره دا فکر پيدا شو چې د ملګرو له لوري په کور کې ځينې لوستل شوي کتابونه همداسې پراته دي، بايد راټول يې کړم او يو شمېر  نورو ملګرو ته يې د مطالعې لپاره ورکړم، له نېکمه مرغه چې له دې اقدام مې هر کلى وشو.))

نوموړي زياته کړه چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې ٢٥٠ ټوکه بېلابېل کتابونه را ټول کړي او په پام کې لري چې تر لاسه کړي کتابونه اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپاري، څو په عامه کتابتون کې يې د ځوانانو په واک کې ورکړي.

د نيمروز ولايت يوه ځوان بهرام حقمل وويل: ((زيات خوشحاله يم چې ځوانانو په ځانګړي ډول ښاغلي يوسفزي دغه ښه  اقدام کړى او کمپاين يې پيل کړى، خپله مې  هم دې کمپاين ته دوه کتابونه ډالۍ کړل، خوښ يم چې له ما وروسته نور هم کولى شي چې له مطالعه شوو کتابونو ګټه واخلي.))

د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رييس سيد حامد سادات هم د نوموړي د دغه اقدام ستاينه وکړه او له نورو ځوانانو يې هم غوښتل چې د مطالعې کلتورد  رواجولو په برخه کې موثر او ګټور ګامونه اوچت کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور