کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د پاکستان د سلګونو تحصيلي بورسونو لپاره له زرګونو افغان زده کوونکو د ازموينې لړۍ پيل شوه.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ازموينې دا لړۍ پرون پيل شوې او څلور ورځې به دوام ولري.
هغه زياته کړه چې دا ازموينې په کابل، جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشريف ښارونو کې اخيستل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې بورسونو لپاره شاوخوا اته زره افغان زده کوونکو د ان لاين له لارې نوم ليکنه کړې وه او دوى ټولو ته د ازموينې لپاره خبر ورکړى و.
اختر منير وايي چې د دې ازموينې اخيستو او ترې د نظارت لپاره له اسلام اباده د پاکستان د لوړه زده کړو د خپلواکې ادارې يو پلاوى هم کابل ته راغلى دى.
د دغه پلاوي مشر او د لوړو زده کړو ادارې سلاکار سيد وسيم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت د پنځو کلونو لپاره افغان محصلينو لپاره درې زره بورسونه اعلان کړي وو.
هغه زياته کړه چې هر کال به شاوخوا اوه سوه افغان محصلين پاکستان ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل کېږي.
هاشمي وايي چې د لومړي ځل لپاره دوى د ليسانس تر څنګ د ماسترۍ او دوکتورا په کچو هم سکالرشيپونه ورکړي دي.
نوموړي وويل چې د سږني اووه سوه بورسونو لپاره له ټول افغانستان څخه شاوخوا اتو زرو کسانو نوم ليکنه کړې وه او دوى ټول یې د ازموينې لپاره غوښتي دي.
د هغه په وينا، دا بورسونه د طب، انجنيرۍ، حقوق، اقتصاد، فارميسي، کمپيوټرساينس او نورو پوهنځيو په برخو کې دي.
د پاکستان د لوړه زده کړو د خپلواکې ادارې سلاکار وايي چې دغو بورسونو ته بريالي شوي افغان محصلين به د پاکستان د لومړۍ درجې دولتي پوهنتونونو کې جذبېږي.
د نوموړي په وينا، دوى به د افغان محصلينو فيس، د روغتيا لګښت، د ليليې او ډودۍ د لګښتونو تر څنګ مياشتنۍ جېب خرج هم ورکوي.
login or register a new account.