کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه ۴۰۶ تنه فارغ شول او د دې ترڅنګ د کندهار د پوهنې د بهیر د سمون په موخه اصلاحي کمېټه جوړه شوه.
د فراغت په دې مراسمو کې د کندهار عالي دارالمعلمین رییس عبدالخالق پوپل پژواک خبري اژانس ته وویل، په فارغو شوو ۴۰۶ تنو کې ۱۱۰ ښځینه او ۲۹۶ نارینه شامل دي.
هغه د پوهنې له ریاست څخه وغوښتل چې فارغ شوي نارینه او ښځینه په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګوماري.
ده وویل، فارغ شوي ښوونکي د ښوونې او روزنې اړند په ټولو مهارتونو او پوهې سمبال دي او د پوهنې د بهیر په وده کې مهم رول لوبولای شي.
د کندهار والي زلمي ویسا د دارالمعلمین له فارغانو وغوښتل چې د پوهنې د بهیر د ودې لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال د دې ولایت د پوهنې کیفیت ټيټ دی چې یواځې مسلکي او په کار پوه کسان یې معیاري کولای شي.
هغه ښوونه او روزنه یوه سپېڅلې دنده وګڼله او ویې ویل، ټول ښوونکي باید د خپلې دندې سپېڅلتیا وساتي.
د فارغو شوو ښوونکو له ډلې د پرښتې په نوم یې فارغې شوې مېرمنې پژواک اژانس ته وویل، عالي دارالمعلمین یې د همدې لپاره لوستی چې ښوونکې شي.
دا وايي، غواړي د خپلو هېوادوالو اولادونو ته د ښوونې او روزنې له لارې خدمت وکړي.
د کندهار عالي دارالمعلمين په ١٣٤٧ کال کې د اساسي دار المعلمين او په ١٣٤٩ کال کې د عالي دارالمعلمين کچې ته لوړ شو چې تر دې مهاله یې سلګونه ښوونکي فارغ کړي دي.
ياده شوې اداره د سوېل لوېديځ زون په کچه جوړه شوې چې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو ځوانانو ته پکې د ښوونکيو په توګه روزنه او زده کړه ورکول کېږي.
له بلې خوا د کندهار د پوهنې د بهیر د سمون او اصلاح په موخه د دې ولایت د والي په مشرۍ کمېټه جوړه شوه.
login or register a new account.