غزني ښار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): په غزني کې لسګونو کروندګرو ته د کرنيزو حاصلاتو د لوړولو په موخه يو شمېر کرنيز وسايل ورکړل شول.
د غزني والي عبدالکريم متين د زمري په ١٧مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې سږ کال د لومړي ځل لپاره څه موده وړاندې په دغه ولايت کې ١٢٠ کروندګرو ته د پستې نیالګي ورکړل شوي وو.
هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې ښه حاصل یې ورکړ نو دا ځل مو د اوبو ټانکۍ، د اوبو را ايستلو ماشين، درمل پاشلو بمبه او ځيني نور زراعتي وسايل دهقانانو ته ورکړل.))
متين وويل چې ډېر ژر به کروندګر او سوداګر سره مخامخ کېنوي څو د کروندګرو کرنيزو حاصلاتو ته په اسانه بازار پيدا شي.
دغه راز د غزني د کرنې او مالدارۍ رياست په استازيتوب صديق الله کليوال غونډې ته وويل چې د دغو نوو وسايلو په وېشلو سره به د کروندګرو د حاصلاتو کچه لوړه شي.
هغه زياته کړه: ((موږ داسې وسايل ورکړي چې نور کروندګر دې ته نه اړ کېږي چې په سختۍ سره خپلو ځمکو ته اوبه پيدا کړي او يا هم په نورو وسايلو پسې يو ځاى او بل ځاى ولاړ شي.))
د کليوال د معلوماتو له مخې، دغه کرنيز وسايل کروندګرو ته له بازاره په اويا سلنه کمه بيه ورکړل شوي دي.
د غزني ښار د روضې سيمې يوه کروندګر حميدالله پژواک ته وويل: ((نن چې موږ ته وسايل را کړل شول، دا په بازار کې ډېر ګران دي موږ نه شو کولاى چې خپله يې واخلو نو د کرنې رياست موږ ته په ارزانه بيه راکړل.))
هغه هيله وښوده چې د دې وسايلو په استفادې سره به سږ کال د دوى د حاصلاتو کچه هم لوړه شي.
خو حميدالله وايي چې د بازار د نه شتون له امله ډېرى وخت د کروندګرو حاصلات له منځه ځي چې تاوان يې بيا کروندګر ته دى.
د يادونې ده، درې ورځې وړاندې په غزني ښار او خواجه عمري ولسوالۍ کې د حيواني او نباتي ناروغيو د تشخص مرکزونو د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










