ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کرنه پانګونه د افغانستان د پر ځان بسیا کېدو لپاره غوره فرصت دی

پر کرنه پانګونه د افغانستان د پر ځان بسیا کېدو لپاره غوره فرصت دی

author avatar
8 Aug 2017 - 17:12
پر کرنه پانګونه د افغانستان د پر ځان بسیا کېدو لپاره غوره فرصت دی
author avatar
8 Aug 2017 - 17:12

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې  پانګونه،  د چټک اقتصاد او کارموندنې لپاره يوه غوره فرصت دى، خو له بده مرغه افغان حکومت هېڅ پاملرنه نه ده ورته کړې.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان يوه چارواکي الهام محمدوف  پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې د کرنې پراختيا لپاره د پانګې اچونې لپاره ډېر فرصتونه شته خو په دې برخه کې کمه پانګونه د دې لامل شوې چې ډېر اقتصادي فرصتونه له لاسه ووځي.

نوموړى وايي: «د کرنې لپاره د تخنیکې وسایلو نه شتون يوه بله  ستونزه ده چې ميليونونه هکټاره ځمکه شاړه پاتې ده، که په تخنيکي وسایلو پانګونه وشي؛ نو د افغانستان د کرنې سکتور به  پر ځان بسيا  شي.»

محمدوف د اوبو پر سم مدیریت ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغان حکومت د اوبو په سم مديريت سره کولی شي  د کرنې سکتور پياوړى کړي او افغانستان په يو کرنيز هېواد بدل کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان  دغه چارواکى وايي، افغانستان ۵۷ ميليارده متر مکعب بهېدونکې اوبه  او ۱۸ ميليارده متر مکعب تر ځمکې لاندې اوبه لري، مګر يواځې ۳۰ سلنه اوبه يې کارول کېږي

نوموړي زياته کړه، مناسب اقلیم شتون، پراخې بهېدونکې اوبه  او ۲۱ میلیونه هکتاره ځمکه په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د ميلیاردونو امریکايي ډالرو پانګونې ته لار هواروي، مګر حکومت په تېرو ۱۴ کلونو کې یواځې  ۴٪ سلنه پرمختیایي بودیجه کرنې ته ځانګړې کړې.

.نوموړي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پر کرنه پانګونه زياته کړي، د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي  او يادو محصولاتو ته په ملي او نړیواله کچه د خرڅلاو بازار ومومي.

محمدوف زياتوي، د حکومت هغه کاري پلان چې له مخې به يې  په راتلونکو ۷ کلونو کې په هېواد کې د ۲.۱ ميليارده ډالرو په ارزښت  ۲۱ کوچني او منځني د اوبو بندونه جوړوي  چې د  ۵۰۰،۰۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري، د کرنې سکتور د پراختیا او پياوړتيا لپاره يو مهم ګام  وباله.

هغه وايي: «د افغانستان د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کرنه او پر کرنه پانګونه باید د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي، د کرنې لپاره ټاکل شوې بودیجه کې زیاتوالی او همدارنګه په هېواد کې د کرنې سکتور ته د بهرنیو پانګوالو پاملرنه جلبولو کې باید حکومت  د پام وړ ګامونه پورته کړي.»

الهام محمدوف د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د خوړو او کرنې نړيوال سازمان څو اوونۍ وړاندې د افغان عرضه کوونکو د هڅونې او د کرنې نړیوال سازمان کې د ثبت او راجستر په موخه یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ کړی و چې په کې د هېواد له ۴۵ شرکتونو څخه ۵۴ تنو ګډون کړی و.

د هغه په وينا، دغه شرکتونه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان سره ثبت وو، مګر نړیوال بازار سره يې د ثبت چارې نه وې ترسره کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.