جلال اباد (پژواک، ۱۹ زمری ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په دغه ولايت کې حيواناتو ته د بروسولوز ناروغۍ د کنټرول واکسين کمپاين پيل شو.
چارواکي هيله مند دي چې د ياد کمپاين په پلي کېدو سره به په دغه ولايت کې په انسانانو او حيواناتو کې د بروسولوز ناروغۍ تر ډېره کنټرول شي.
بروسولوز هغه ناروغي ده چې له حيواناتو انسانانو ته انتقاليږي او د انسانانو او حيواناتو د مړينې سبب هم ګرځي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي د زمري په ۱۹مه د ياد کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، د بروسولوز ناروغۍ د مخنيوي په موخه د واکسين کمپاين پيل شو.
دی وايي،د ياد کمپاين پرمهال به د دغه ولايت يوسل، ۹۸ زره او ۶۶۹ حيواناتو ته د بروسولوز ضد واکسين وشي، چې د ننګرهار ټولو ولسواليو، کليو او بانډو ته به ورسول شي.
هغه پژواک ته وويل، د دې واکسين پر يو دوز واکسين باندې ۸ امريکايي ډالر لګښت راځي او د کرنې او مالدارۍ وزارت د انکشافي بودېجې له لارې ټولو ساحو کې په وړيا ډول تطبيقېږي.
د کرنې رييس ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې د حيواناتو د ناروغيو کنټرول کې پراخه ونډه واخلي او پرېنږدي چې د ناروغيو سرعت د مالدارانو په اقتصادي زيان تمام شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










