کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د هېواد په څلورو شمالي ولايتونو کې د انګورو بڼوالو د اقتصاد د ښه کېدو په موخه ٣٦٤ مميز خونې جوړې کړې چې ټوليز لګښت يې نږدې ٣.٢ ميليونه امريکايي ډالره کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغې هرې مميز خونې ٨٨٠٠ امريکايي ډالر لګېدلي چې د لګښت ٧٥سلنه يې د وزارت او پاتې برخه يې بڼوالو ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې په جوزجان کې ١١١، په سرپل کې ١٣٢، په بلخ کې ٦٠ او په فارياب ولايت کې ٦١ مميز خونې جوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هره مميز خونه لس متره اوږدوالۍ، پنځه متره پلنوالى او پنځه متره لوړ والى لري چې په يوه وخت له ٥ تر ٧ ټنه انګور ځایولوی شي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې له روغتيايي پلوه په ياد مميز خونو کې پروسس شوي مميز سالم وي؛ ځکه له حشراتو او دوړو څخه په خوندي توګه برابرېږي.
سرچينې دغه راز ليکلي، په ياد مميز خونو کې د چمتو شوو مميزو بيه به د هغو مميزو په پرتله دوه برابره لوړه وي چې د بڼوالو له خوا په دوديزه توګه برابرېږي.
په افغانستان کې د هېواد پر څلورو شمالي ولايتونو سربېره، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د انګورو تاکونه شته دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د رسنيو يوه مسوول شجاع نوري وويل چې دغه وزارت په دوو وروستيو کلونو کې د خلکو په همکارۍ د هېواد پر څلورو شمالي ولايتونو سربېره، په ١٣ نورو ولايتونو کې هم شاوخوا زر مميزخونې جوړې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










