ميمنه (پژواک،٢٤زمرى٩٦): د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د لومړي ځل لپاره د انګورو د حاصلاتو جشنواره جوړه شوه چې په کې د دغه ولايت د انګورو د ډولونو په شمول، د بزګرانو نور کرنيز محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
د فارياب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مسوولين د انګورو د دغې جشنوارې ترسره کېدو موخه بڼوالو ته د بڼوالۍ کسب سره مينه پيدا کېدل او د انګورو د حاصلاتو ور پېژندل ګڼي.
د فارياب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ادارې مشر محمد سليم رنجبر چې د انګورو په جشنواره کې يې خبرې کولې، وويل چې نن په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د انګورو جشنواره جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه په دغه ولايت کې د "آزاقلي، حسيني، تايفي، لعل بې دانه، لعل دانه دار، قره زاغ، شهابي، صاحبي، خليلي او شنګل خاني" په شمول ١١ډوله انګور شته دي چې نن په جشنواره کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
ده زياته کړه، په فارياب کې د انګورو د کر سيمه ٧٠زره هکټاره ځمکه ده چې په قيصار، المار، پشتونکوټ، خواجه سبزپوش، شرين تګاب او دولت اباد ولسواليو کې د انګورو باغونه شته دي.
نوموړي زياته کړه، په دغه ولايت کې سږ کال د نورو کلونو په پرته د انګورو حاصل زيات شوى دى؛ خو د هغه په خبره، تېر کال په ٦٥٠٠هکټاره ځمکه انګور کرل شوي و، چې د اقليم د نه برابرښت له امله يې حاصل کم و او ټاکل شوې ده چې سږ کال له ٧زره هکټاره ځمکې څخه د انګورو حاصل ٥٩زره ټنو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې بڼوالو په دغه ولايت کې د انګورو د جشنوارې له امله خوښي څرګنده کړه؛ خو د خپلو حاصلاتو د پلورلو لپاره د مارکېټ او دغه راز د حاصلاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د نه شتون له امله شکايت لري.
د فارياب يوه بڼوال محمد نسيم وويل چې د انګورو د حاصلاتو د پلورلو لپاره يې د مارکېټ د نه شتون له امله، د پېرودونکي لپاره د سړکونو پر سر په ساعتونو ولاړ وي او يو من انګور په ١٣٠ افغانيو پلوري.
هغه له دولت څخه وغوښتل چې د کرنيزو محصولاتو د پلورلو لپاره د مارکېټ او د دوى د مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو ته دې پام وکړي.
له بلې خوا د فارياب د والي مرستيال عبدالمقيم راسخ په دغه ولايت کې د انګورونو د جشنوارې له جوړېدو څخه هرکلى وکړ او ويې ويل چې د انګورو د جشنوارې جوړېدل د دغه ولايت په تاريخ کې بې مخينې کار دى.
د فارياب د والي مرستيال په دغه ولايت کې د مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو او د مېوو د پلورلو د مارکېټ نه شتون د بزګرانو له اړتياوو څخه وبلل؛ خو هغه وايي چې د سيمه ييزې ادارې له خوا د بزګرانو د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړېدو وړانديز شوى دى.
له بلې خوا د فارياب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مسوولين وايي چې نن د انګورو د جشنوارې ترڅنګ، د مڼو، شفتالو، خربوزې، کدو، پيازو، روميانو، تور بانجانو او مربا په شمول نور کرنيزمحصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
login or register a new account.