کندهار (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): د کندها ولایت د ډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کرنې وزارت د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیزې پروژې پلي کېږي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي د دې پروژو د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یو د اوبو کانال، ۳۷ کشمش خونې، ۱۷ د اوبو حوضونه او په سولر سیسټم سمبال د ژورو څاه ګانو کيندل په دې پروژو کې شامل دي.
د ده په خبره، دغه پروژې به په یو کال کې د ګټې اخیستنې وړ شي.
د کرنې رییس دا نمونوي پروژې وبللې چې په نورو سیمو کې یې ښې پایلې ورکړې دي.
د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې متوازن پرمختیايي کارونه د ادارې لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه، دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې په لسګونو نورې ورته پروژې روانې دي چې خلکو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او د اقتصادي ودې لامل کېږي.
د ولسوالۍ قومي مشرانو د کرنې په برخه کې د دغو پروژو پر پيلېدو خوښي وښوده او غوښتنه یې کوله چې د کرنې تر څنګ دې د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې هم خلکو ته کار وشي.
د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وویل، ډنډ یوه کرنیزه ولسوالۍ ده چې پيل شوې پروژې به په کې کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د بېلګې په توګه په نوې بڼه د کشمش خونو جوړول یاد کړل چې چتونه یې لرګین یا اوسپنیز جوړېږي.
دی وايي، مخکې دغلته کانګرېټي کشمش خونې جوړېدې چې د کندهار ګرم اقلیم ته په کتو په کې انګور خرابېدل.
ده غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې خلکو ته د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې هم کار وشي.
ډنډ ولسوالي د کندهار ښار سوېل لوېديځ لوري ته د ٧ کيلو متره په واټن پرته ده چې د ١٧٢ کليو په لرلو سره په کې شاوخوا ٣٨ زره وګړي ژوند کوي.
login or register a new account.