جلال اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د لغمان ولايت مسوولين او خلک د يو موټریز کاروان په ترڅ کې ننګرهار ولايت ته ولاړل او هلته يې د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د غازي پر مزار د ګلونو ګېډۍ تر اېښودو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې د دغه کار موخه د خپلواکۍ د ستر غازي شاه امان الله خان روح ته دعا او د هغه درناوی پر ځای کول یاده کړه.
هغه وویل، د خپلواکۍ د جشن د ښې نمانځنې په خاطر يې اوونۍ وړاندې تدابير نيولي او دا تېره اوونۍ يې خلکو ته په همدې موخه د عامه پوهاوي کمپاين هم ترسره کړ.
د لغمان والي زياته کړه چې نن يې د کابل- جلال اباد پر لويه لار د لغمان دروازه باندې هم ملي بيرغونه، د امان الله خان او ولسمشر عکسونه ولګول او هم يې د دې دروازې د بيارغونې چارې پيل کړې.
هغه وويل چې نن په قرغيو ولسوالۍ کې د خپواکۍ د ورځې په مناسبت د خلکو يوه ستره غونډه هم لري او سبا به په شاندارو مراسمو دغه ورځ ونمانځي.
د لغمان د خلکو په استازولۍ مدني فعال رفېع الله بهار خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د هېواد د ګوټ ګوټ ځوانان بايد د دې ورځې ښې نمانځنې لپاره لارو او سړکونو ته راووځي او ملي بيرغونه ورپوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېوادو په نورو ولایتونو کې هم د خپلواکۍ د جشن نمانځلو لپاره چمتووالي نیول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









