منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۸یمه کلیزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

· ۷ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

ولايتونه (پژواک، ۲۸ زمری ۹۶): په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۸یمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د دې ورځې په ویاړ په بېلابېلو ولایتونو کې غونډې، د خوښۍ جشنونه او مراسم جوړ شوي وو، دغه راز واټونه، څلور لارې اوودانۍ په ملي بیرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي شوي وو.

په کندهار کې په دې ورځ په ولایت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې ملکي او نظامي چارواکو، د هند او پاکستان د کونسلګریو استازو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو په کې ګډون کړی وو.

دغه راز په سلګونو ځوانان بیا له ملي بیرغونو سره د ښار واټونو ته راوتلي وو چې په اتڼونو او ملي ترانو یې دغه ورځ ونمانځله.

د ولایت مقام په جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل، ۹۸ کاله وړاندې افغانانو په همدې ورځ له یوه نړیوال ابرقدرت څخه ازادي واخیسته، وروسته د سرو لښکرو پر وړاندې ودرېدل او هغوی ته یې ماتې ورکړه او نن د یوه بل نړیوال ګواښ (تروریزم) سره په مبارزه بوخت دي.

هغه زیاته کړه، افغانان تل د خپلو مبارزو له لارې نورو ملتونو ته هم انګېزه ورکړې ده او د هغوی د ازادۍ وسیله شوي دي.

خو ده په اوسنیو شرایطو کې له بل هر وخت څخه پر ملي یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل تېر ته په کتو د ټولو تاریخي بریاوو راز د افغانانو تر ملي یووالی وو.

غونډې ته نورو هم ویناوې وکړې چې ولس ته یې د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکوله او د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه یې کوله چې تل یې د خپلو خلکو او خاورې ساتنه په مېړانه کړې ده.

وروسته والي د ګڼو چارواکو او قومي مشرانو په ملتیا د کندهار ښار د شهیدانو تاریخي څلور لارې ته لاړ او هلته یې د ازادۍ د لارې د شهیدانو پر قبرونو ګلونه کېښودل او د درناوي مراتب یې ورته وړاندې کړل.

په بلخ ولايت کې هم د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۸ کليزه په رسمي او ولسي کچه ونمانځل شوه.

د بلخ ادبي خوځښت له خوا د استقلال د ورځې د نمانځنې لپاره رابلل شوو سلګونو ځوانانود بلخ ولايتي شورا له مخې تر روضې او بيا د غازي امان الله خان تر جادې پلي او په ملي بيرغونو پوښلو شوو موټرونو کې تګ وکړ.

د تګ په اوږدو کې ځوانانو د خپلواکۍ شعارونه ورکول، ملي سندرې یې غږولې او اتڼونه يې وکړل.

د ځوانان کاروان له درې کيلومتره مزل څخه وروسته د غازي امان خان څلي ته راغلل، دلته ورسره ګڼ دولتي چارواکي او د ولايتي شورا وکيلان ملګري شول او د ولايت مقام له خوا يې د غازي امان الله خان څلي ته د ګلو ګيډۍ کېښوده.

په مزارشريف کې د استقلال ورځې جشن د غازي امان خان څلي ته څېرمه د استقلال جنډې په پورته کولو پاتی ته ورسېد.

په پکتيکا کې هم دخپلواکۍ ۹۸ کليزه په غونډو، سپورتي لوبو، د اسانو په ځغلولو، پوځي رسمي ګذشت او دافغان ځواکونو په ملاتړ په شانداره مراسمو ونمانځل شوه.

قومي مشرانو دخپلو نيکونو دوخت بړي او برنو ټوپکونه په لاسونو کې نيولی وو او د غازي امان الله خان د مېړانې کارنامي يې بيانولی.

د پکتيکا مرستيال والي عطا الله فضلي په دې اړه په خپلو خبرو کې وويل، د افغانستان ملي رهبر شاه امان الله خان غازي له ډېرو سرښندنو وروسته د۱۲۹۸ لمریز کال د زمري مياشتې په ۲۸مه له انګرېزانو څخه د هېواد خپلواکي تر لاسه کړه.

هغه زياته کړه: ((اوس موږ يو خپواک هېواد لرو، ملی هويت، ملی بيرغ، منتخب ولسمشر او نظام لرو چې له مخې يې د هېواد اقتصادي، سياسي، فرهنګي حالت دپخوا په پرتله قوي شوی او د يوې منظمې اردو خاوند دی.))

هغه له ولسونو غوښتنه وکړه چې دخپلو پلرونو په شان د دې هېواد د ودانولو لپاره په ګډه کار وکړي.

دپکتيکا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس امان الله خپلواک هم د افغانانو سرښندنې وستايلې او هغوی يې د دې هېواد اصلي ازادي غوښتونکي وبلل.

په دې مراسمو کې ګڼو عامو وګړو هم ګډون کړی وو.

د ګيان ولسوالۍ څخه د ولي محمد  په نوم راغلي یوه ځوان چې په پښو معلول و پژواک اژانس ته وویل، له خپل وطن سره د مینې او خپلواکۍ نمانځلو لپاره له لېرې ولسوالۍ تر مرکز پورې راغلی دی.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د وخت له اړتیاوو سره سم دې د ټوپک پر ځای قلم، پوهې، سولې او ورورلۍ ته مخه کړي او د دې هېواد دودانولو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

په خوست ولایت کې هم د خپلواکۍ ورځ په ځانګړو او پراخو مراسمو ونمانځل شوه چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.

دغه مراسم د خوست په ملي لوبغالي کې جوړ شوي وو چې ملکي او نظامي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، د پوهنتون محصلينو، زده کونکواو نورو خلکو په کې برخه اخيستې وه.

د مراسمو په پيل کې د خوست د ټولو امنيتي ځواکونو ځانګړو قطعو رسم ګذشت ترسره کړ او له ځان سره يې سپکه وسله او نور تجهيزات د لوژ له مخې ولېږدول.

دغه راززده کوونکي، ورزشکاران، معيوبين او پخواني مجاهدين چې انګرېزي ټوپک ورسره وو، د سټېج له مخې د خلکو د ولولو په بدرګه تېر شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل،افغانان د ځمکنۍ بشپړتيا تر څنګ ډېره اړتيا سياسي، اقتصادي، فرهنګي او فکري خپلواکۍ ته لري چې دا مهال د پرديو کړيو تر استعمار لاندې دي.

نوموړي د ملي يووالي حکومت پر مشرانو او ټول افغان ولس غږ وکړ چې د فکري او فرهنګي ازادۍ څخه هم په کلکه دفاع وکړي.

هغه وويل: ((متاسفانه ځينې کړۍ په افغانستان کې د پرديو په اشارهد فرهنګي ازادۍ د سلبولو هڅې کوي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د ملي امنيتي ځواکونو په استازيتوب په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې په پوره ميړانه به له خپلې خاورې او ملي ګټو دفاع کوي.

غيرت وويل: ((افغان وسله وال پوځ د تاريخ په اوږدو کې له خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع کړې ده، تاسې ټول غيور ولس ته ډاډ درکوم چې په ميړانه به بيا هم له ملي نواميسو څخه دفاع کوو.))

د خوست ښار يوه اوسېدونکي نصيب الله چې په يادومراسمو کې يې ګډون کړی و، له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې دغه ورځ په ډېرو ښو مراسمو سره ونمانځل شوه.

هغه وويل: ((د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دا ورځ ښه ونمانځل شوه. ځوانان، مشران او دولتي چارواکي ټول ورته راغلي وو، د ګډونوالو شمېر يې سږ کال بېخي زيا توو، دا ټولې نړۍ ته د افغانانو د يووالي پيغام ورکوي.))

د خوست امنيتي چارواکي وايي، د يادو مراسمو د ښه نمانځلو په موخه يې له تېرو دوو اونيو راهيسې په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير سخت کړي وو.

همدارنګه له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست ښار په مختلفو واټونو او چوکونو ملي بيرغونه او د غازي امان الله خان انځورونه نصب شوي وو.

په کندز کې د شمال شرق زون د پولیسو عمومي قومندان مل پاسوال خلیل الله ضیايي د خپلواکۍ د ۹۸ یمې کلیزې په ویاړ د پولیسو د روزنیز مرکز له پرسونل سره په ګډه د غازي امان الله خان د انځور په وړاندې د ګلونو ګېډې کېښودې او په دې توګه یې د دې تاریخي ورځې یاد تازه کړ.

په هلمند کې هم د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په ویاړ د رسم ګذشت مراسم جوړ شوي وو چې د والي تر څنګ په کې سلګونو ملکي او نظامي مسوولینو او خلکو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د هلمند والي حیات الله حیات د خپلې وینا پر مهال له وسله والو د جګړې د درولو او سولې غوښتنه وکړه.

دغه راز په نيمروز هم دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د اړوندې په اړه جوړو شويو مراسمو ته د نيمروز والي محمد سميع وويل چې افغان په ډيرو سرښندونو سره وکولاى شول چې خپل هيواد د پرديو له ولکې ازاد کړي.

هغه زياته کړه: (( اوس نو موږ ته پکار ده چې د قربانيو په ورکولو سره خپل ازادي وساتو.))

په ياده غونډه کې د نيمروز د ولايتي شورا غړي نعمت الله صديقي پر خلکو غږ وکړ چې د هيواد ښې راتلوونکي په موخه سره يو لاس شي.

همدارنګه دغه ورځ په فراه، پکتيا، کوڼړ، غزني او يو شمير نورو ولايتونو کې هم دسلګونو کسانو په ګډون سره ولمانځل شوه.

د يادو غونډو ګډونوالو د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې نور وسله وال مخالفت بس کړي او د سولې لپاره مذاکرات پيل کړي.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بيرته ترلاسه کړه.

 پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور