کندهار (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): په کندهار کې د حشمت خلیل کرزي د درېیم تلین یادغونډه جوړه شوه.
دغه مراسم د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کرز په سیمه کې د دوی په خپل کور کې جوړ شوي وو چې د هغه ورور او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د کندهار والي زلمي ویسا، د زابل والي بسم الله افغانمل، د بېلابېلو ولایتونو مخورو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی وو.
حکمت خلیل کرزي د خپل ورور یادونه وکړه چې يو ولسي او زړه سواند شخصيت و او تل يې د خلکو لاسنيوى کاوه او د سولې لپاره يې هڅې کولې.
هغه زیاته کړه، د خپل ورور د نیمګړو اهدافو د پوره کولو لپاره یې د هغه په نوم بنسټ جوړ کړی چې په بېلابېلو علمي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې له بېوزلو هېوادوالو سره مرسته او همکاري کوي.
کرزي د هېواد پر روان وضعیت هم خبرې وکړې او پر خلکو یې غږ وکړ چې د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو دې په خپل منځ کې یووالي او وحدت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، افغانانو د ازادۍ، پرمختګ، ټولنیزې هوساینې او هېواد ته د خدمت په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړي او ځوانانو ته په کار ده د هغوی لاره تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه، حشمت خلیل کرزی د همدې لارې له قربانيانو څخه یو دی چې یواځې د کندهار په کچه نه، بلکې د ټول هېواد په کچه یې کمی محسوسېږي.
غونډې ته نورو مشرانو هم د حشمت خليل کرزي پر ژوند او شخصيت خبرې وکړې او ويې ويل چې هغه تل هڅه کوله د ولس په منځ کې پاتې شي او د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د حشمت کرزي د اروا لپاره د برخه والو له خوا د قران کريم ختم هم وشو.
حشمت خليل کرزى د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوى، په تېرو ټاکنو کې د کندهار د ولايتي شورا مخکښ نوماند او په سوېل کې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني د کمپاين مسوول او کلک ملاتړى و.
نوموړى دوه کاله وړاندې د جولاى په ٢٩مه، د کوچني اختر په دويمه د سهار په لس بجې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ په پلمه د يوه تن له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.