منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نى: حکومت دې د رسنيو مالياتي پور وبښي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٦): د "نى" بنسټ له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې د مالي ستونزو له امله د نږدې ٢٠٠ رسنيو له تړل کېدو خبر ورکړى او له حکومته غواړي چې د رسنيو مالياتي پورونه ورته وبښي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د خبريالانو پر وړاندې له امنيتي ګواښونو څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې اطلاعاتو ته نه لاسرسى لا هم په هېواد کې د رسنيو کار پر وړاندې عمده خنډ دى.

مالي ستونزې

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ مشر مجيب خلوتګر نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، له څه مودې راهيسې دولت ادعا کړې چې د افغانستان يو شمېر رسنۍ د ماليې له پلوه او د ماليې د نه ورکړې له امله ١٨٠ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

نوموړي، د هغو رسنيو نوم په ډاګه نه کړ چې دولت ته يې د مالياتو پيسې نه دي ورکړې، خو زياته يې کړه چې دا ډول کار په هېواد کې د رسنيو د اطلاع رسولو لړۍ له ستونزې سره مخ کوي؛ ځکه رسنۍ يې د ورکړې وس نه لري.

نوموړي د افغانستان له ماليې وزارته غوښتنه وکړه، څو د رسنيو اړوند پورونه ورته وبښي او هغه څه چې پخوا ترسره شوي په ځانګړي ډول د چاپي رسنيو په اړه چې د هېواد د رسنيو په قانون کې د ماليې له ورکړې بښل شوي؛ وبښي."

خلوتګر وويل، پر عوايدو د مالياتو قانون د ماليې وزارت لپاره د "مور قانون" حيثيت لري، خو د رسنيو په برخه کې د رسنۍ قانون معيار دى.

هغه څرګنده کړه چې د هېواد د اساسي قانون د ٣٤مې مادې پر بنسټ، دولت بايد د بيان ازادۍ ساتلو تضمين وکړي چې د يادې مادې په رعايت سره بايد له رسنيو ملاتړ وشي.

خو د خلوتگر په وينا، په غزني ولايت کې رسنۍ هم مهاله هم وسله والو طالبانو ته او هم دولت ته ماليه ورکوي چې يوه رسنۍ يې د ورکړې توان نه لري.

د خلوتګر په وينا، له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې د مالي ستونزو له امله د ١٢ راډيويي شبکو، څلورو ټلوېزيوني شبکو، دوو خبري اژانسونو او ډېر شمېر چاپي رسنيو په ګډون نږدې ٢٠٠ رسنۍ تړل شوې دي.

هغه د دغو رسنيو نوملړ له رسنيو سره شريک نه کړ.

امنيتي ګواښونه

مجيب خلوتګر د خبريالانو پر وړاندې د امنيتي ګواښونو له ډېرېدو څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې په وروستۍ يوې اوونۍ کې د هېواد په شمال کې پنځه خبريالان ګواښل شوي او دغه راز د هلمند يو خبريال د ګواښونو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوى دى.

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، ياد پنځه کسان په بلخ ولايت کې ګواښل شوي دي.

دغه راز خلوتګر وويل چې د سرپل ولايت خبريالان د امنيتي ستونزو له امله خپل راپورونه او کاري چارې د دغه ولايت د والي دفتر په خوښه پر مخ وړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور