منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حزب اسلامي د هېواد په کچه د علماوو شورا جوړوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): د حزب اسلامي امير وايي، هڅه کوي د هېواد په کچه د علماوو يوه داسې شورا جوړه کړي، ترڅو د پرېکړو يوه مرجع وګرځي.

د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار تېره ورځ د هېواد له يو شمېر جيدوعلماء کرامو سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې د حزب اسلامي د امير په استوګنځي کې جوړه شوې وه، د علماوو ترمنځ په يووالي او همغږۍ، په ښوونځيو او ديني مدارسو کې د واحد تعليمي نصاب په رامنځ ته کېدو او د مدرسې او مکتب ترمنځ د واټن په ختمېدو هر اړخيز بحث او خبرې اترې وشوې.

د حزب اسلامي امير ويلي: "زموږ هڅه دا ده چې علماء کرام يووالي ته راوبولو او د هېواد په کچه د علماوو يوه داسې ستره شورا رامنځته کړو چې د ټولو علماوو استازيتوب وکړای شي او د پرېکړو يوه مرجع وګرځي."

سرچينه زياتوي، په پای کې علماء کرامو د حزب اسلامي د امير له طرحو او وړانديزونو څخه ملاتړ څرګند کړ او پرېکړه وشوه چې په دې هکله به راتلونکوغونډو کې په تفصيل خبرې وکړي او په دې برخه کې د پرمختګونو پايلې به هم د غونډې له برخه والو سره شريکې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، دا د حزب اسلامي له امير سره د علماوو دوهمه مشورتي ناسته ده او په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم دا ډول ناستې دوام وکړي.

بايد وويل شي چې په هېواد کې د افغانستان د علماوو شورا په ګډون د ديني عالمانو نورې دا ډول شوراګانې موجودې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور