منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکمتيار: ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): حکمتيار وايي، ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي او ځينې بهرني عوامل په ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو کې د اخلاقي فساد او بې بندوباريو د پراخېدل لامل شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې، د "اينده نګر ځوانانو ټولنيزې ټولنې" له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

په هغې خبرپاڼه چې د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې د دې ګوند امير د يادې ټولنې له غړو سره د ځوانانو او علماوو پر ستونزو بحث او خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دې ټولنې غړو نيوکه وکړه چې حکومت علماوو ته ونډه نه ده ورکړې، د علماوو او مجاهدينو حقونه يې په پام کې نه دي نيولي، د علماوو د زيات رول لرلو او د يوې ديني مدرسې غوښتونکي شول.

د دې ټولنې مشر سخي محمد سلطاني د نورو ځوانانو په استازيتوب وويل چې ځوانان د سولې له بهير سره د حزب اسلامي له يوځاى کېدو هرکلى کوي، د سولې او امنيت د ټينګښت په خاطر د هغوى له پروګرامونو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار په دې ناسته کې يادو ځوانانو ته وويل چې ځوانان بايد د هېواد په مسايلو کې فعال رول ولري، له خلکو سره دې يو ځاى وي، د مظلوم له حقونو دې دفاع وکړي او د ظالم په وړاندې دې ودرېږي.

ده زياته کړه، په اسلام کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې بېلګه يې په نور دينونو کې نه ده ليدل شوې.

دى وايي: "زموږ تېر نسل د خپلو وينو په بيې له افغانستان څخه دفاع وکړه او تاسو ځوانانو ته يې په ميراث پريښى، اوس تاسو بايد هېواد له دې دردوونکي حالته وژغورئ، ځکه هر مثبت بدلون د ځوانانو له لارې راغلى دى."

د هغه په باور، کله چې ځوانان منظم شي، له اوسني حالته د هېواد د ژغورنې لامل ګرځي او تمه ده چې ځوانانو دغه ستر مسووليت ترسره کړي.

نوموړى زياتوي، ديني علماء بايد د ملت مشرتابه په غاړه واخلي، د ټولنې په بدلون او اصلاح کې خپل رول ولوبوي؛ که علما خپل ديني او ايماني مسووليت په سمه توګه ادا کړي، د ملت رهبري په لاس کې اخيستى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور