کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوري رياست د ارشد مشاوريت دفتر په يو بې مخينې اقدام کې (ولسي دېوال) رامنځته کړ چې موخه يې په ارګ کې د ولس موقف تشخيصول ښودل شوي.
د ولس دېوال چې نن يې مخکتنه وشوه، د هېواد بېلابېلو مخورو او برياليو فرهنګيانو، ليکوالو، شاعرانو، شنونکو، مدني فعالانو، ورزشکارانو او منتقدو شخصيتونو تصويرونه لګول شوي دي.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د ارګ لوړپوړې سلاکارې فرخندې زهرا نادري چې نن يې په ارګ کې د دغه دېوال پرانيست غونډه کې خبرې کولې، وويل، دغه لومړى ځل دى چې د افغانستان د ارګ په تاريخ کې د ولسي مخورو تصويرونه لګول کېږي.
هغې زياته کړه چې دا مفکوره يې د ارګ او ولس له مناظرې وروسته په ارګ کې د ولسي مفکوري د پياوړې کولو لپاره ولسمشر ته وړاندې کړه او ولسمشر هم ومنله چې شپږ مياشتې وړاندې مو پرې کار پيل کړ او نن يې مخکتنه کوو.
نوموړې وويل چې دا دېوال به د ارګ او خلکو تر منځ د اړيکو د پيل نقطه وي او هيله ده چې راتلونکې کې به د ولسي پياوړتيا مفکوره د قدرت په دې مرکز ( جمهوري رياست) کې پياوړې شي.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکارې وويل چې نن په ارګ کې د ولسواکۍ د ارزښتونو ساتنه د دولت ستر مسووليت شمېر ل کېږي او د قدرت مهارولو لپاره د قدرت دا ځاى د ارزښتونو د ساتنې پر نهاد بدلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










