جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۶): د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند د تورخم له عمومي سړک څخه شمشاد پوستې ته د لومړي ځل لپاره د ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۷ کیلومتره خام سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد سړک پرانيسته د وږي په ۶مه د ننګرهار والي او نورو مسوولينو له لوري وشوه او هم يې له شمشاد پوستې ليدنه وکړه.
په دې مراسمو کې د ننګرهار پر والي سربېره په ختيځ کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل، د ټولګټو چارو ريیس ضابط خان منګل او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، یاد ۷ کیلومتره سړک د ټولګټو چارو ادارې په نهه میلیونه افغانیو مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې په خام ډول جوړ شوی چې له امله یې پوستو ته د تګ د څلورو ساعتونو پلی مزل نږدې نیم ساعت ته را کم شوی دی.
هغه زیاته کړه، یاد سړک د تورخم ښارګوټي عمومي سړک څخه د شمشاد لوړې پوستې ته غځېدلی چې ۷ متره پلنوالی لري، د کانکريټ کولو لپاره یې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او د مراحلو له بشپړېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي .
د شمشاد پوستې قوماندان نصیراحمد د ننګرهار له والي او ټولګټو چارو رياست له مسوولینو مننه وکړه چې د دوی بېلابېلو پوستو ته یې سړکونه جوړ کړل او ډاډ یې ورکړ چې له دې وروسته به یې په یاده برخه کې هر ډول ستونزې حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










