منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د پلاستیکي وسلو پر پېر او پلور بندیز ولګول شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۶): په هلمند کې د پټاقيو او پلاستيکي وسلو پر پېر او پلور بنديز لګول شوی او که څوک په دې برخه کې سرغړونه وکړي له سزا سره به مخ شي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د وږي په اوومه د پلاستيکي وسلو او پټاقيو د ډزو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره شو.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس فريد احمد فرهنګ پژواک ته وويل چې په دغه کمپاين کې پوليسو، د مدني ټولنو غړو او خلکو ورسره برخه اخيستې ده.

ده وويل: ((موږ خلکو ته پوهاوى ورکوو چې پلاستيکي ټوپک او پټاقي خرڅ نه کړي، خو که بيا هم دغه کار وکړي نو پوليس يې نيسي او سزا ورکوي.))

د هغه په وينا، له دغه کمپاين څخه اساسي موخه د ماشومانو له خوا پر پلاستیکي وسلو د لوبو فرهنګ له منځه وړل دي.

فرهنګ زياتوي: ((په دې کار سره هم د بې ځايه لګښت مخه نيول کېږي او هم د ماشومانو او خلکو د ټپي کېدو او يا هم ان د وژل کېدو مخه نيول کېږي.))

ده پر کورنيو ټينګار وکړ چې خپلو ماشومانو ته د پټاقيو او پلاستيکي ټوپکو پېرولو لپاره پيسې ورنه کړي.

په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو د لومړۍ حوزې امر دويم څارن شاه محمود اشنا پژواک ته وويل چې دغه کمپاين د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لوبولاى شي.

ده زياته کړه: ((ماشومان ډزې کوي، موږ یې له اصلي ډزو سره توپير نه شو کولاى، نو که د ماشومانو ډزې بندې شي تر ډېره به د جرمونو مخه ونيول شي.))

اشنا وويل چې دغه کمپاين د څو ورځو لپاره ترسره کېږي او که تر هغه وروسته هم په کوم دوکان کې پټاقۍ او يا هم پلاستيکي وسلې وليدل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.

د اړوندې موضوع په اړه د لښکرګاه ښار يوه هټۍ وال ابراهيم پژواک ته وويل چې هټۍ وال بايد له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او دغه توکي ونه پلوري.

هغه وويل: ((مخکې کلونو کې ما هم راوړل او خرڅول مې خو دا چې دلته نا امني ډېره ده ټوله ورځ ډزې وي نو بې ځايه او د ماشومانو ډزو ته ضرورت نشته.))

نوموړي وويل که هر څوک دغه توکي پلوري نو حکومت دې سخته سزا ورکړي څو نورو ته عبرت شي.

دغه راز بل لور ته د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي پژواک ته وويل چې د اختر په ورځو کې د امنيت د ټينګښت په موخه کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

هغه وويل چې په دې ورځو کې پوليس، اردو، ملي امنيت په ګډه ګزمې وکړي، څو د هر ډول احتمالي بريدونو مخه ونيول شي.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور