منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: د افغانستان دولت باید د نړيوال شهرت خاوند شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 

کابل (پژواک ، ١١وږى ٩٦): ولسمشر غني وايي، د افغانستان دولت باید د نړيوال شهرت خاوند شي چې علماء، د پوهنتونونو استادان او د معارف کارکوونکي په دې برخه کې کلیدي رول لري.

د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې دا څرګندونې ولسمشر غني تېر ماښام توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو، د قول اردوګانو، پولیسو د زونونو او امنیې  قوماندانانو، د ملي امنیت، د ولایتي شورا، د علماوو شورا، د سولې شورا، د محکمو، د دولتي  پوهنتونونو، پوهنې، استیناف څارنوالۍ او د سولې ولایتي شورا له رئیسانو سره وکړې.

 په پیل کې ولسمشر غني دوی ته د لوی اختر مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه: (( زموږ بهرنی سیاست او دغه راز په امنیتي، عدلي او قضایي برخو کې رامنځته شوي اصلاحاتو هېواد ته یو روښانه مسیر ورکړی دی.))

هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستایله او څرګنده یې کړه چې ټولې ملکي عدلي او قضايي ادارې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ دي.

جمهوررئیس ټينګار وکړ، د افغانستان دولت باید د بین المللي شهرت خاوند شي چې علماء، د پوهنتونونو استاذان او د معارف کارکوونکي په دې برخه کې کلیدي رول لري.

غني وویل چې سترو اهدافو ته رسېدل ستراتیژیکې حوصلې او تدبیر ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې د فساد څخه مخنیوي زموږ  د ټولو ملي مسوولیت دی.

  غني، دې ته په اشاري چې باید له  شته فرصتونه څخه سمه ګټه پورته شي. وویل: (( موږ په جګړه کې ګټونکي یوو، خو دښمن هڅه کوي چې د هدفي بریدونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې قومي او مذهبي نفاق ته لمن ووهي.))

جمهوررئیس وویل، افغانستان د مذهبي تفرقې ځای نه دی او موږ ثابته کړې چې پیاوړی مذهبي یووالی او سیاسي اجماع لرو.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان ټول خلک د اسلام د مقدس دین او اساسي قانون د ارزښتونو په محور سره راټول او د نفاق او تفرقې مخه دې ونیسي.

په دې ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس په هېواد کې د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ ويې ویل، د سولې راوستل قوي حوصلې او زغم ته اړتیا لري. هغه د ټول هېواد ملکي او نظامي مسوولینو ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې او غصب شویو ځمکو مخنیوی مهمې موضوعګانې دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

وروسته د هرات والي محمداصف رحیمي د والیانو په استازیتوب، د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال امان الله مبین د ملي اردو د منسوبینو په استازیتوب، د ۵۰۵ زون قوماندان مل پاسوال داوود تره خېل د ملي پولیسو په استازیتوب،د جوزجان د علماوو رئیس محمدرسول د علماوو شورا په استازیتوب، د بامیانو پوهنتون رئیسې معصومې خاوري د پوهنتونونو د رئیسانو په استازیتوب، د ننګرهار د سولې شورا رئیس حاجي محمدنذیر  د سولې عالي شورا په استازیتوب، د بغلان د استیناف محکمي رئیس محمدحسن صدیقي د استیناف محاکمو د رئیسانو په استازیتوب، د فراه ولایت د پوهنې رئیس محمدصادق فاروقي د پوهنې ریاست د رئیسانو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت، سولې او ثبات د ټینګښت  په برخو کې به هیڅ ډول هڅو دریغ نه کړي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه