باميان (پژواک، ١٢ وږى ٩٦): د باميانو چارواکي وايي چې د دغه ولايت له لرغونواثارو، توريستي سيمو او طبيعي منظرو څخه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د ليدنې کچه زياته شوې ده او په روان کال کې له باميانو څخه کابو ٢٠٠زره کسانو ليدنه کړې ده.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست سيداحمد حسين احمد پور پژواک ته وويل چې د هغو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر چې له لرغونو سيمو يې ليدنه کړې او د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه يې ټکټونه اخيستي دي، د تېر کال په پرتله دوه چنده او د پلورل شوو ټکټونو شمېر له پنځو زرو زيات شوى دى.
هغه دغه راز زياته کړه چې سږ کال تر اوسه پورې دوه سوه زره کسانو له باميانو څخه ليدنه کړې او د باميانو له ښکلو او طبيعي منظرو له ليدنو څخه يې خوند اخيستى دى.
غلام محمد چې له څو نورو کورنيو سره له هرات څخه په ٣٠٣ډوله موټر کې د تفريح لپاره بند امير ته راغلى و د پژواک خبري اژانس خبريال ته يې وويل: "زموږ په ډله ييزه توګه د راتګ لامل، له بند امير څخه ليدنه، زيارت او تفريح وه او دا څلور ورځې چې دلته راغلي يووډېرې ښې تېرې شوې دي."
هغه زياته کړه چې د ګڼې ګوڼې له امله د کوټې او خېمې کرايه لوړه ده او ځينې ورځې د يوې خېمې کرايه تر دوه زره افغانيو او د يوې کوټې کرايه درې زره افغانيو ته رسېږي او دغه لوړه بيه ښايي په راتلونکو کالو کې د دې لامل شي چې باميانو په ځانګړې توګه بند امير ته د خلکو د راتلو لېوالتيا کمه شي.
په باميانو ولايت کې د افغانستان د "د ژوو ژوند خوندیتوب" موسسې يوه مسوول محمد ابراهيم وويل چې د اوړو په ورځو کې بند امير او د باميانو ولايت نورو سيمو ته له کابل، کندهار، غزني، دايکنډي، هرات، غور، سمنګان، بلخ او بغلان ولايتونو څخه هره ورځ له ٣٠٠تر٣٥٠ موټر راځي.
هغه زياته کړه: "خلک په بند امير کې له يوې ورځې تر يوې اوونۍ پورې وخت تېروي او ډېرى يې د تفريح لپاره له خپلو کورنيو سره دغه ملي پارک ته راځي او سږ کال کابو ٤٠٠بهرنيانو له بند امير څخه ليدنه کړې؛ په داسې حال کې چې تېر کال د کال په اوږدو کې ٢٠٠بهرنيانو له بند امير څخه ليدنه کړې وه. "
نوموړي زياته کړه چې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو په زياتېدو سره سيمه ييز اقتصاد هم وده کړې او د سيمې خلک د چاپېريال پلورلو، د بند امير په رسټورانټونو کې د خوړو برابرولو، مېلمستونونو کرايه، د لبنياتو پلورلو او د باميانو له مرکز څخه تر بند امير پورې له ټرانسپورټ څخه ګټه پورته کوي.
هغه وويل چې په راتلونکو کلونو کې هڅه کېږي چې په ملي پارکونو کې ښه توريستي خدمتونه په پام کې ونيسي او هغه کسان چې له ملي پارک څخه ليدنه کوي، له دغه ځاى څخه ښه خاطره يوسي.
خو د بند امير اوسېدونکي وايي چې د کوټې او خېمې کرايه له زر تر دوه زره افغانيو نه ده لوړه شوې او دغه بيې د ښوونځيو د رخصتيو په وختونو کې لوړېږي او د اوړي په نورو ورځو کې د ٢٤ ساعتونو لپاره د کوټې معمول کرايه زر افغانۍ او د خېمې ٥٠٠افغانۍ وي.
د بند امير يوه اوسېدونکي علي حسين چې خپل کور سېلانيانو ته په کرايه ورکوي، پژواک ته وويل چې سږ کال د کوټو کرايه يو څه لوړه شوې وه او دليل يې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو زياتېدل و او ان کوټه او خېمه دوه ورځې مخکې ريزرف کېدې.
هغه زياته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د کوټو او خېمو شمېر زيات شي چې د کرايې پر کمولو به هم اغېز وکړي او له بلې خوا د اوړي او پسرلي له ورځو پرته به دغه کوټې په سل افغانۍ کرايه هم نه نيسي؛ ځکه مسافر نه وي او سيلانيانو په ورځ کې له څلور تر پنځو موټرو ډېر نه وي.
د باميانو چارواکي وايي، هغه عوايد چې له دغه پارک (بند امير) څخه دولت ته رسېږي، د پارک د داخلېدو دروازې په اجاره ورکړه ده چې د کال لپاره په يو ميليون او سل زره افغانيو اجاره ورکړل شوې ده.
د يکاولنګ ولسوال عبدالاحد مبارز پژواک ته وويل، د بند امير دروازه د يکاولنګ د ښاروالۍ له خوا د يوکال لپاره په ١،١ميليون افغانيو اجاره ورکړل شوې ده چې د دغه پارک ته د هر واړه (سراچه او کورلا) موټر د ننوتلو ٥٠ افغانۍ او د ټونيس او فلاينکوچ موټر څخه ١٠٠افغانۍ اخيستل کېږي.
په بند امير کې ګڼه ګوڼه ځيني وخت د ترافيکي پېښو لامل هم کېږي
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست وويل: "هغه سیلانیان چې باميانو ته راځي، د مسافرو او يا کورنيو د لېږدولو لپاره د باربري موټرو څخه کار اخلي، چې په دې اړه زما سپارښتنه دا ده چې هڅه وشي سيلانيان په وړو موټرو کې تګ راتګ وکړي څو هغوى له خطر سره مخ نه شي."
نوموړي دغه راز زياته کړه چې په پسرلي او اوړي په ځانګړې توګه د ښوونځيو د رخصتيو په ورځو کې د کابل- باميانو لاره له ټرافيکي ګڼې ګوڼې سره مخ وي او موټر چلوونکي بايد له بېځايه ګړندي تګ څخه ډډه وکړي څو ټرافيکي پېښه رامنځ ته نه شي.
باميان ٨ تاريخي سيمې لري چې په يونيسکو کې ثبت شوې دي او په دغو سيمو کې د بودا دوې تخريب شوې مجسمې، "دره ککرک، قل اکرم، شهرضحاک، شهر غلغله" د قل غمي سمځې، او د بودايي دورې نورې سمڅې شاملې دي.
پر دغو تاريخي سيمو سربېره؛ بند امير اووه بندونو او د اوبو جهيل لري چې له ښکلي طبيعت څخه برخمن دى او له دغه پارک څخه چې د بند امير د ملي پارک په نامه يادېږي، هره ورځ په زرګونو کسان ترې ليدنه کوي.
په بند امير کې د سيلانيانو لپاره ١٠هوټلونه، په سلګونو کرايي خېمې او د کورونو اسانتياوې شته دي.
بند امير په ١٣٨٦ لمريز کال کې د ولسمشر د فرمان له خوا د هېواد لومړنی ملي پارک اعلان شو.
دغه پارک د افغانستان تر ټولو ستره تفريحي سيمه ده چې د باميانو ښار لوېديځ لور ته په کابو ٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
د بند امير ملي پارک ٤١زره هکتاره وچ مساحت او د ٤٩٠هکټاره اوبیزه ساحه لري او ترټولو ستر يې د ذوالفقار بند دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










