ژبه

سعودي د افغان حکومت د سولې د هلو ځلو ملاتړ کوي

جده (پژواک، ۱۴ وږی ۹۶): په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وایي چې کوربه هېواد د سولې لپاره د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ کوي.

سید جلال کریم دغه څرګندونې د افغان ژورنالېستانو له یو شپږ کسیز پلاوي سره چې د حج فریضې ادا کولو لپاره تللي، د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې ښې شوې دي.

کریم وایي: ((سعودي په افغانستان کې افغان شموله سوله او ثبات غواړي او په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د هلو ځلو ملاتړ کوي.))

نوموړي وویل، افغانستان هم غواړي چې د سعودي عربستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د افغانستان سفیر زیاته کړه چې په سعودي کې د مېشتو نږدې دوه سوه زره افغانانو د ستونزو هوارولو هلې ځلې کوي.

د هغه په وینا، افغانانو ته د کمپیوټري پاسپورټونو ورکولو لړۍ یې پیل کړې ده.

ده وويل چې د يادو پاسپورټونو ورکولو په موخه د افغانانو په اړه معلومات په رياض کې د افغانستان په سفارت کې جمع کېږي او بيا وروسته د جدې په کونسلګرۍ کې پاسپورټ ورکول کېږي.

سید جلال وایي چې هره ورځ په ریاض کې شاوخوا ۱۱۰۰ فورمې پاسپورټ غوښتونکو ته وېشل کېږي.

ده زیاته کړه، له سعودي حکومت سره یې خبرې کړې، کوم افغان کاریګر چې په پاکستاني پاسپورټونو راغلي، هغوی ته به افغان پاسپورټونه ورکړي.

د افغانستان سفیر وویل چې د سعودي عربستان حکومت د (سعودي فنډ) له مخې له افغانستان سره د ۴۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه راز سعودي افغان محصلینو ته ۴۰۰ بورسونه هم ورکړي دي.

سید جلال کریم دغه راز وویل چې د حج مراسم سږ کال په ډېره ښه توګه ترسره شول او کومه ستونزه رامنځته نه شوه.

نوموړي د سعودي عربستان له حکومته مننه وکړه، سره له دې چې سږ کال د زایرینو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر وو، خو د هغوی لپاره یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او کلک امنیتي او روغتیایي چمتوالي یې نیولي وو.

د یادونې ده، سږ کال د افغانستان د څه باندې ۳۰ زره زایرينو په ګډون له ټولې نړۍ او سعودي څخه دوه میلیونه او ۳ سوه زره کسانو د حج فریضه ادا کړه.