منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې څېړل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي، د ولسمشر په لارښوونه يې په ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو څېړنه پيل کړې او د حل لپاره به يې له ځايي چارواکو او خپله له ولسمشر سره شريکې کړي.

سلاکار لعل پاچا ازمون چې نن يې په جلال اباد ښار کې له خبريالانو سره تر ليدنې وروسته خبرې کولې، وويل چې نا امني د دغه ولايت د خبريالانو پر وړاندې لوی ګواښ دی.

هغه زياته کړه، سيمه ييز زورواکي او چارواکي، د مافيايي کړيو شتون او دغه راز معلوماتو ته نه لاسرسی نورې هغه ستونزې دي چې په ننګرهار کې خبريالان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د نوموړي په وينا، له خبريالانو سره يې د ليدنې پر مهال د هغوی نظريات راټول کړل، لکه دا چې څنګه ژورنالېزم ته وده ورکولی شي او بله دا چې د خبريالانو پر وړاندې د هغوى ستونزو ته څنګه حل لاره پيدا شي.

د ده په وينا، خبريالان پر دې باور دي چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون بشپړ پلي کېدل د خبريالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو حل لاره ده.

دى وايي: ((خبريالانو له ما څخه غوښتنه وکړه چې په ولايتونو کې دې د ادارو مسوولينو، ولسوالانو، د ادارو مطبوعاتي مسوولينو او په خپله خبريالانو ته د ورکشاپونو له لارې د معلوماتو ته د لاسرسي قانون زده کړه ورکړل شي.))

په ننګرهار کې د خبريالانو د دفاع کمېټې مشر شېرشاه همدرد وويل، په دغه ولايت کې د خبريالانو لويې ستونزې معلوماتو ته نه لاسرسی، د خونديتوب نشتوالی او په مرکزي کچه له سيمه ييزو خبريالانو سره د ادارو ناسم چلند دی.

هغه زياتوي: ((نن چې موږ د ولسمشر له سلاکار سره کومې ستونزې شريکې کړې، په دوو برخو کې وې، يو هم د سيمه ييزو رسنيو او بل هم د ملي او نړيوالو رسنيو د سيمه ييزو خبريالانو ستونزې دي.))

د ده په خبره، خبريالانو ټولو په يوه خوله د ولسمشر له سلاکار څخه په دغه ولايت کې خبريالانو ته د يو پرېس کلب جوړېدو، د امنيتي خونديتوب، معلوماتو ته د لاسرسي اسانتياوو رامنځته کېدو او په څو نورو برخو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې يادې ستونزې د ولسمشر تر مېزه ور ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور