جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): ننګرهار کې د تودو سيمو لپاره نوی ښوونيز کال په داسې حال کې پيل شو چې لا هم د دغه ولايت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
خو مسوولين وايي چې د روان کال په ترڅ کې به د هرې ولسوالۍ پنځو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
د ننګرهار په ١٧ ولسواليو کې ښوونیز کال د وږي په ١٥مه او پاتې پنځه نورو ولسواليو کې د سړو ولايتونو په څېر د کب په ١٥مه پيلېږي.
د وږي په ۱۵مه د جلال اباد ښار په بي بي حوا لېسه کې په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو چې د ننګرهار پر والي سربېره په کې د پوهنې رياست او يو شمېر نورو ادارو مسوولينو ګډون کړی و.
ښوونیز کال د ننګرهار والي له لوري د ښوونځي زنګ په وهلو سره پيل شو؛ خو تر دغو مراسمو وړاندې مسوولينو په يوه لنډه غونډه کې ويناوې وکړې.
د ننګرهار د پوهنې سرپرست رييس سيد عيسی سادات وويل چې په دغه ولايت نهه سوه ښوونځي موجود دي چې له ډلې يې ۴۰۵۰ ښوونځي ودانۍ، احاطه، د څښاک اوبه او نورې اسانتياوې نه لري.
خو هغه وويل، روان کال کې يې پلان جوړ کړی چې په هره ولسوالۍ کې پنځو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او تر لسو نورو ښوونځيو ودانۍ ترميم کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د درې سوه او پنځوس زره نجونو په ګډون اته سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې روان کال هم د پنځوس سلنه نجونو په ګډون د ۸۰ زره نوو زده کوونکو د جذب پلان جوړ شوی دی.
هغه وايي، تېر کال په ننګرهار کې ۳۷زره له کډوالۍ راستانه شوي زده کوونکي هم په ښوونځيو کې شامل شوي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.
دی وايي، د پوهنې وزارت د بودېجې له مخې ټولو ښوونځيو ته د قرطاسيې، فرشونو، تښتو او نورو وسايلو د وېش لړۍ هم پيل شوې،چې د ټولو ښوونځيو دغه اړتيا به پوره شي.
د سيد عيسی سادات په وينا، په پنځو ولسواليو کې د نا امنۍ له امله لا هم ۱۲ ښوونځي تړل شوي؛ خو په تېرو دوو اوونيو کې ۱۲ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شوي او د نورو د خلاصون جدي هڅې هم روانې دي.
هغه وويل: ((تړل شوي ښوونځي په پچيراګام، اچين، هسکې مېنې او نازيانو ولسواليو کې دي، موږ د قومي منځګړتوب له لارې هڅې پيل کړې چې بېرته يې خلاص کړو.))
په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکړ چې په ټولو ولسواليو کې د تړل شوو ښوونځيو د خلاصون هڅې کوي.
هغه پر وسله والو هم غږ وکړ چې له ښوونځيو دې د سپر په توګه ګټه نه پورته کوي او د پوهنې دغه مرکزونه دې همداسې فعاله پرېږدي.
ده ډاډ ورکړ، چې روان کال به د دولت د بوديجې ترڅنګ هڅه کوي، چې نور موسسات هم وهڅوي، څو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د جوړلو په برخه کې مرستې وکړي.
د يادولو وړ ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د نا امنۍ له امله ۸۰ ښوونځي تړل شوي و؛ خو اوس دغه کچه د قومي مشرانو په منځګړتوب او په سيمو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې يوازې د ۱۲ ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










