منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

رحيمي: د بېسوادۍ پر وړاندې باید ټول مبارزه وکړو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): د پوهنې وزارت په هېواد کې د بېسوادۍ اصلي لاملونه موجوده نا امني، بېوزلي، بې ثباتي او فساد بولي او وايي څو چې په هېواد کې د بېسوادۍ پديدې پر وړاندې جدي مبارزه ونه شي، په افغانستان کې د امنيت او ثبات ټينګښت ستونزمن دي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معين سردار محمد رحيمي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال په هېواد کې د ميليونونو افغانانو بېسوادي يوه ستره ستونزه وبلله او ويې ويل چې په افغانستان کې د اوسنيو ستونزو عمده لامل د خلکو بېسوادي ده.

نوموړي دغه راز د بېسوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي تنظيم طرحې د يادونې تر څنګ وويل چې د بېسوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي تنظيم طرحې پر بنسټ به په راتلونکو ١٥ کلونو کې د باسوادو کسانو شمېر ٨٠ سلنې ته لوړ شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د افغانستان ٦٢ سلنه وګړي چې له ١٥ کلونو لوړ عمرونه لري؛ د سواد له نعمته محروم ديؤ له دې ډلې يوازې ٣٨ سلنه افغانان چې عمرونه يې له ١٥ کلنۍ لوړ دي؛ سواد لري.

رحيمي، سياسي لاسوهنې او د ملي يووالي حکومت جوړښت د بېسوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې له عمده ستونزو وبلل، خو زياته يې کړه چې پر دې سربېره بيا هم هر کال شاوخوا ٤٥٠ زره ماشومان د سواد تر پوښښ لاندې راولي، خو له بده مرغه بيا هم هر کال شاوخوا ٢٠٠ زره ماشومان د سواد له نعمته محروم پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه: "شمېرې او څېړنې ښيي، څو چې زموږ خلک د سواد نعمت ترلاسه نه کړي، نو ثبات او امنيت نه شو ترلاسه کولى، دولت بايد په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ښوونې او روزنې ته ځاى ورکړي او د سواد زده کړو په برخه کې بوديجې، تخنيکي امکاناتو او نړيوالو معياري خدمتونو ته ډېر پام وکړي."

ايوب شهريار چې د مدني ټولنو پر استازيتوب يې خبرې کولې، په هېواد کې بېسوادي عمده ستونزه وبلله او ويې ويل، چې د خلکو بېسوادي د افراطيت لپاره يوه وسيله ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې مدني ټولنه به د سواد زده کړو لپاره د ملي تنظيم په موخه په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د عامه پوهاوي او عدالت غوښتنې په برخو کې ګامونه پورته کړي کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه