ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): په پکتيا کې د "حماس خيريه بنسټ" او دعوت خصوصي لېسې ترمنځ د يوه هوکړه ليک له مخې به سلو يتيمانو ته تر دوولسم ټولګي پورې وړيا زده کړې ورکول کېږي.
د ياد خيريه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغو بېوزله يتيمانو ماشومانو د زده کړې لپاره له څه مودې د وړيا او مناسبو شرايطو د ښه کيفيت زده کړې په لټه کې و.
د ده په وينا، دا لومړی ګام دی او هڅه کوي چې له نورو خصوصي لېسو او بيا د نيمه لوړو زده کړو له مرکزونو او انسټيټيوټونو سره هم د ورته هوکړې له مخې بېوزله ماشومان او ځوانان ور وپېژني.
ده زياته کړه: ((حماس خيريه بنسټ به دې ماشومانو ته د ښوونځي ځانګړې جامې، بوټونه او کتابونه پېري او چمتو کوي؛ د دعوت لېسې له مشرانو او مسوولينو مننه کوو، چې په ورين تندي يې دې لوی کار ته لبيک ووايه، هڅه مو دا ده چې نورو لېسو ته هم يتيم ماشومان معرفي کړو او هېڅوک له زده کړو پاتې نه شي؛ ځکه زده کړه د هر چا بشري حق دی او موږ بايد د دې حق په ورکولو کې تر وسه مرسته وکړو.))
په سوېل ختيځ زون کې د دعوت ګوند، دعوت لېسې او انسټيټيوټ مشر عبدالحنان حق ويون وايي، په يادو ټولو ماشومانو تر دوولسم ټولګي څه باندې شپاړس ميليونه افغانۍ لګښت کېږي.
دى زياتوي: ((د مياشتې په اوسط ډول يو نيم زر افغانۍ لګښت راځي؛ حماس بنسټ به له خپله اړخه لوازم تياروي او زموږ له اړخه به ورته ټولې زده کړې او ترانسپورټ وړيا وي.))
د نورالله په نوم يو يتيم ماشوم ورته د زده کړو د زمينې په برابرېدو ډېر خوښ دی او وايي، د ژوند لوی ارمان يې زده کړې کول او د نورو بېوزله کورنيو مرسته ده.
ده پژواک ته وويل: ((کور مو په فيروز خېلو کې دی، هر چا چې موږ ته کالي، بوټونه او کتابونه اخيستي او دلته مکتب ته يې راوستو چې تعليم وکړو، له ټولو ډېر خوشحاله يو، مخکې به مې چې نور هلکان ليدل چې مکتبونو ته ځي، نو ډېر ارمان به راته، اوس ښه ده خپله هم په ښه لېسه کې درس ويلی شم، دا مې د ژوند لوی ارمان و.))
په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د خيريه ټولنو او بنسټونو له خوا بېوزلو او يتيمو ماشومانو ته د زده کړو زمينې برابرې شوې او خصوصي سکتور هم ور سره په ياده چاره کې مرستې کوي.
حماس خيريه بنسټ شاوخوا څلور مياشتې وړاندې رامنځته او په فعاليت پيل وکړ او تر اوسه يې له ګڼو بېوزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










