زرنج (پژواک،٢٠وږى٩٦): په نيمروز کې په داسې حال کې د لوړو زده کړو لومړنۍ عالي دولتي موسسې فعاليت پيل کړ چې په دغه ولايت کې د دولتي پوهنتون نه شتون د دې لامل شوى چې ډېرى نيمروزي ځوانان له لوړو زده کړو څخه بې برخې شي.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع د لوړو زده کړو د لومړنۍ عالي دولتي موسسې د پرانيستلو له امله خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې نن ډېر د خوښۍ ځاى دى چې د نيمروز ځوانان د لوړو زده کړو له يوې عالي دولتي موسسې څخه برخمن کېږي.
نوموړي زياته کړه: "دغه موسسه به په راتلونکي کې پر پوهنتون بدله شي چې دغه موضوع به د خلکو او ځايي حکومت په مرسته او ملګرتيا سره ترسره شي."
د نيمروز والي د دې مطلب په بيانولو سره چې ډېر ژر به د دغه ولايت د پوهنتون ودانۍ د جوړېدو کار پيل شي، زياته يې کړه: "له استادانو څخه زما هيله دا ده چې د نورو درسونو ترڅنګ دې، محصلين يووالي ته وهڅوي او دغه راز دې له ټولنيزو ناخوالو سره مبارزه وکړي."
په نيمروز کې ١٥٧ لېسې، منځني او لومړني ښوونځي، يو انستيتيوت، يو دارالمعلمين او يو شخصي پوهنتون شته او هر کال څه باندې زر کسان له دولسمو ټولګيو څخه فارغېږي، چې له څلورسوو څخه کم يې د نورو ولايتونو پوهنتونونو ته لاره پيدا کولاى شي او پاتې نور د دولتي پوهنتون د نه شتون له امله د زده کړو له دوام څخه بې برخې پاتې کېږي.
خالد د نيمروز ولايت يو له هغو ځوانانو څخه دى چې له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته يې نه توانېدلى چې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغه وويل: "په دغه ولايت کې سلګونه ځوانان له دولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د اقتصادي وضعيت له امله نه دي توانېدلي چې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او له دې څخه سخت ځورېږي چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې د دولسم ټولګيو فارغينو ته د کار کولو کمه موکه برابرېږي."
نوموړي زياته کړه، په نيمروز کې دولتي پوهنتون نشته، له همدې امله دى ونه توانېد چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو زده کړو د دوام لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي.
د نيمروز يوه قومي مشر غلام دستګير آزاد په دې ولايت کې د لوړو زده کړو د عالي موسسې د درس پېلېدو له امله مبارکي وويله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د افغانستان پوهنتونونو په ځانګړې توګه نيمروز پوهنتون ته دې ډېره پاملرنه وکړي.
د نيمروز د لوړو زده کړو د عالي موسسې مشر پوهنيار محمد قاسم عادل هم د خپلو خبرو پرمهال ژمنه وکړه چې په پرله پسې هڅو او کوښښونو سره به د محصلينو لپاره د ښو زده کړو غوره فضا رامنځ ته کړي.
نوموړي زياته کړه د لوړو زده کړو په دغه عالي موسسه کې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژي په څانګو کې محصلين روزل کېږي.
د نيمروز د لوړو زده کړو عالي موسسې اوسمهال د دغه ولايت د عالي دارالمعلمين په ودانۍ کې فعاليت پيل کړى دى او د چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په يادې شوې موسسه کې په څلورو ډيپارټمنټونو کې د څلور کلنې دورې لپاره کابو ٢٠٠زده کوونکي جذب شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










