منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند پوهنتون لیلیې او خوړنځي ته ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): د ٣٩ ميليونه افغانيو په لګښت د هلمند پوهنتون د ليليې او خوړنځي د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه د وږي په٢١مه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم د هلمند پوهنتون ته ٧٥ جريبه ځمکه ورکړل شوې ده.

ده وويل چې د هلمند پوهنتون د ليليې او خوړنځي د جوړېدو چارې نن پيل شوى چې شاوخوا ٣٩ ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

حيات وايي چې دغه دواړه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ٤٠ خونې به ولري او چارې به يې د ١٨ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

په دې غونډه کې د هلمند پوهنتون مرستيال محمد نعيم دوست وويل چې تر دې وړاندې هلمند پوهنتون خپله ودانۍ نه درلوده.

هغه وويل: ((موږ خپله پروګرامونه د معارف او عالي دارالمعلمين په ودانيو کې پر مخ وړل.))

د دوست د معلوماتو له مخې، دغه ليليه او خوړنځى د ښځينه زده کوونکو لپاره جوړېږي.

هغه وايي: ((موږ نارينه زده کوونکو لپاره موقتي ځايونه لرو خو کوښښ کوو چې هغوى ته هم دايمي ځاى جوړ کړو.))

بل لور ته د هلمند پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي محصل نعمت الله پژواک ته وويل: ((زه له غور ولايت څخه راغلى يم، دلته مې په ښار کې په کرايه اتاق نيولى زما په دولت حق دى چې ماته ليليه جوړه کړه.))

د يادونې ده، تر دې وړاندې د هلمند- کندهار لويې لارې ته څېرمه د سرکار په سيمه کې د هلمند پوهنتون لپاره اووه سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې وه خو د ناامنۍ او لارې د لريوالي له امله څوک نه ورتلل، نو ځکه ورته په ښار کې ٧٥ جريبه ځمکه ورکړل شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه