Language

د کندهار ۵۰ ښوونځي په اړینو وسایلو او لوازمو سمبالېږي

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۶): په کندهار کې د ښوونځیو د ښه والي پروګرام له مخې ۵۰ ښوونځیو ته د اړتیا وړ لوازم او وسایل چمتو کېږي.

پر دې پروګرام ۶۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې هر ښوونځي ته به ۱۲ سوه ډالر ورکړای شي.

د کندهار د پوهنې ریاست دغه لړۍ نن له دامان ولسوالۍ څخه پیل کړه.

دغه راز پر ۱۵۴ زره زده کوونکو د قرطاسیې د وېش لړۍ هم له دې ولسوالۍ پیل شوه پیل شوه.

په دې اړه په دامان ولسوالۍ کې په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، نن یې دامان ولسوالۍ ته د دې لپاره سفر کړی چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې وارزول شي او دغه راز د ښوونځیو د ښه والي پروګرام له همدې ولسوالۍ پیل کړي.

هغه زیاته کړه، ولایت اداره هڅه کوي د دې ولایت د پوهنې په بهیر کې ژور اصلاحات راولي چې په دې لړ کې یې ولسوالیو ته سفرونه پیل کړي دي.

ده وویل، د پوهنې بهیر به د خلکو په مرسته اصلاح کوي او شته امکانات به تر هغوی رسوي.

هغه په دې لړ کې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت د ښوونځیو د ښه والي د پروګرام یادونه وکړه چې ۵۰ ښوونځیو ته ځانګړي شوي او هر ښوونځي ته به ۱۲ سوه ډالر ورکول کېږي، څو د اړتیا وړ لوازم او وسایل چمتو کړي.

د ده په وینا، د ښوونځیو مسوولین به واک ولري چې دغه پیسې پر هغو کارونو ولګوي چې په ښوونځي کې اړتیا ورته لیدل کېږي، لکه د ښوونځیو رنګول، د ماشومانو لپاره د پارک چمتو کول، د ښوونځي پر دېوالونو شعارونه لیکل او نور.

نوموړي دغه راز پر زده کوونکو د قرطاسیې د وېش لړۍ هم پیل کړه چې د کندهار ښار او ولسوالیو پر ۱۵۴ زره زده کوونکو به ووېشل شي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل، نوی تعلیمي کال یې د پوهنې په بهیر کې له ښه والي او اصلاحاتو سره راپيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، د ۵۰ ښوونځیو لپاره د SIP پروګرام له مخې ۶۰ زره ډالر ځانګړي شوي چې هر ښوونځي ته به د وسایلو او لوازمو د پوره کولو په موخه ۱۲۰۰ ډالر ورکړای شي.

login or register a new account.

Related Topics