ژبه

کندهارى: تر راتلونکو  پنځو مياشتو د ورښت امکان کم دی

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د هېواد وتلي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې چې تر راتلونکو  نږدې پنځو مياشتو پورې د ورښتونو امکانات کم دي.

نوموړي د وږي په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د روان لمريز کال د تلې له مياشتې څخه د سلواغې مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې به ورښتونه کم وشي.

هغه له کروندګرو وغوښتل، په کومو سيمو کې چې د فصلونو لپاره اوبه نه لري، منی دې کښت نه کوي.

کندهاري وويل چې د سلواغې له ١٥مې وروسته به په هېواد کې د ورښتونو لړۍ پيل شي او تر څو مياشتو به دوام ولري او کروندګر به بيا د پسرلي د فصلونو ښه حاصلات ولري.  

ده زياته کړه: ((له مېزان څخه تر دلوې پورې کېداى شي يو سلنه باران وشي.))

د نوموړي په وينا، په کومو سيمو کې چې د تودوخې درجه له يو څخه تر پنځو پورې وي، هلته باران او چې له صفر څخه ټيټه وي، هلته بيا په دلوې مياشت کې د واورو د ورښت امکانات زيات دي.

دغه ستوري پېژندونکي له تېرو څو ورځو راهيسې له غرمې وروسته طوفان او بادونو ته په اشارې سره وويل چې دا د امريکا له طوفانونو او بارونونو څخه سرچينه اخلي.

د يادونې ده، له تېرې اوونۍ راهيسې د امريکا په يو شمېر ولايتونو کې د سختو طوفانونو او بارانونو له امله يو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ سلګونو زرو خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

عبدالله کندهاری وايي، دا چې افغانستان يو غرنى هېواد دى، نو د ډېرو بادونو مخه يې نيولې ده.

د هغه په وينا، دا بادونه به تر  راتلونکو دوو اونيو پورې دوام ولري او بيا به ودرېږي.

نوموړي له لمر ختو مخکې او د لمر له لوېدو وروسته د  اسمان په څنډو کې د را څرګندېدونکې ژېړې رڼا په اړه وويل چې دغه رڼا د استوا کرښې ته د لمر نږدې کېدو له امله ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې دغه رڼا ليدل کېږي چې د کابل ځينو ښاريانو ته يې اندېښنې هم پيدا کړې دي.

login or register a new account.