منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د ټيکا موسسې مشر څرګندونې مغرضانه وبللې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدين د ټيکا موسسې د مشر څرګندونې مغرضانه او له انصافه يې لرې بولي او زياتوي چې دا ډول څرګندونې په ښکاره د هېواد د استخباراتي ادارو پر وړاندې سپکاوی دی.

څو ورځې وړاندې په هرات کې د ترکيې د نړيوالې پرمختيا (ټيکا) د ادارې مشر علي ارغون چينار ويلي و، چې په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځي ترهګر  روزي او له افغان حکومته يې غوښتي و چې دغه ښوونځي وتړي.

د افغان – ترک تعليمي او تربيتي موسسې له خواپژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د افغان ـ ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدين راټول شوي او د ټيکا د ادارې د مشر  دغه څرګندونې يې وغندلې.

سرچينه کاږي، د دې ښوونځيو د زده کوونکو والدينو کمېټې پرېکړه ليک خپور کړی او په کې راغلي چې دا ښوونځي د يو غير دولتي او غير سياسي بنسټ په توګه د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې افغانستان ته راغلي او فعاليت کوي.

په پرېکړه ليک زياته شوې چې د دې ښوونځيو د زده کوونکو لاسته راوړنې ستايي.

سرچينه زياتوي: "موږ د ښاغلي چنار څرګندونې د هېواد ستر ملت ته سپکاوي ګڼو، دا په دې معنا دى چې دې ستر ملت خپل اولاد په تېرو ۲۳ کلونو کې يوه ترهګر بنسټ ته لېږلي او ترهګر  يې روزلي دي."

په پرېکړه ليک کې راغلي، د تېکا د مشر څرګندونې په ښکاره ډول د افغانستان د دولت ټولو کشفي او استخباراتي ادارو ته له دې امله سپکاوى دى چې يادې ادارې په دې نه دي توانېدلي چې د دې ښوونځيو ريښې او اصليت څرګند او کشف کړي.

سرچينه ليکي، د يادو ښوونځيو د منسوبينو له لوري د ترکيې په کورنيو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده شوې او د دې ښوونځيو پر ښوونکو دا ډول تورونه لګول له انصاف، عدالت او حقيقت څخه لرې او مغرضانه دي.

ياد کسان له حکومتي چارواکو غواړي چې "چينار" دې د کورني او بهرني امنيت پر ضد د جرم په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

سرچينه زياتوي، دا ډول څرګندونې د دې هېواد د قانون حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي او هېڅوک حق نه لري د محکمې له وروستي حکم پرته پر يوه شخص تور وارد کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه