ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې درې تنه ټپيان شوي

کورنيو چارو وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې درې تنه ټپيان شوي

author avatar
24 Sep 2017 - 11:50
کورنيو چارو وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې درې تنه ټپيان شوي
author avatar
24 Sep 2017 - 11:50

لومړى تعقيب-کابل (پژواک، ٢ تله ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړونده د افشارو سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

 د ياد وزارت له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن له غرمې وړاندې يوولس بجې يوه ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک يوه کرولا موټر څخه په ګټې د کابل د پنځمې حوزې اړونده افشارو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد کړى دى.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په ياد ځانمرګي بريد کې درې ملکي کسان  ټپيان شوي، چې په خپل وخت سره د پوليسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

کابل کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويلي  چې دغه بريد د دوى له لوري ترسره شوى دى.

 مجاهد ادعا کړې چې په دغه بريد کې ١٦ بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 نوموړي دغه راز ويلي، په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو درې ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.