منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “سام” درېمه کلنۍ غونډه پاى ته ورسېده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

کابل (پژواک ١٣ تله ٩٦): د سام درېيمه کلنۍ غونډه چې په کابل کې جوړه شوه، د لاسته راوړنو په ساتلو، حکومتولۍ، قانونمندۍ او له فساد سره د جدي مبارزې باندې په ټينګار سره پاى ته ورسېده.

دغه ناسته چې په هغه کې د څه باندې ٤٠ هېوادونو، نړيوالو بنسټونو او د افغانستان د لوړپوړو چارواکو، د مدني ټولنې او خصوصي برخې استازو ګډون کړى وو، نن د ولسمشر محمد اشرف غني په وينا پرانيستل شوه.

د افغانستان په اړه د توکیو د ۲۰۱۲ کال کنفرانس په اوږدو کې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې هوکړه وکړه چې د افغانستان د پرمختګونو په اړه د بحث لپاره د لوړ پوړو پلاوو ناستې تر سره کړي. د دې کنفرانسونو وروستی کنفرانس د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۵ مه په بروکسل کې تر سره شو، چېرته چې نړیوالو همکارانو د افغانستان د پراختیایي لومړیتوبونو څخه د ملاتړ لپاره د ۱۵.۲ میلیارده امریکایي ډالرو مرستو او د ۲۰۱۷ کال د لوړپوړو پلاوو د ناستې ژمنه وکړه. نننۍ غونډې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس هوکړې ته عملي بڼه ورکړه. 

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل، د نن ورځې غونډه د یوه لوی بحث برخه ده، دا چې څرنګه افغانستان کولای شي له نړیوالې ټولنې سره یو اغېزمن همکار واوسي، ترڅو د افغان ماشومانو لپاره یوه غوره راتلونکې راولي، داسې یوه راتلونکې چې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه پاکه وي.

نوموړي په افغانستان کې فساد ته د پای ټکي ایښودلو ژمنه وکړه او ويې ویل: "موږ په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي تصویب کړه چې په لوړه کچه د کارونې وړ ده، موږ باور لرو چې دغه ستراتیژي د فساد پر وړاندې ډېره رښتینې ستراتیژي ده او له وړاندې یې پلي کېدل پیل شوي."  

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو وویل، حکومت په کلیدي اصلاحاتو کې مهم پرمختګ کړی. لاسته راوړنې د تشخیص وړ او ګډون کوونکي هڅوي چې دا ناسته د دې لپاره وکاروي، څو په دې پرېکړه وکړي چې څنګه حکومت او ملګري یې په ګډه مخ په وړاندې تګ ته دوام ورکړي.

د نوموړي ټینګار دا و چې رښتینی بدلون پېچلی دی او وخت ته اړتیا لري.

نوموړي وویل: "د ملګرو ملتونو په استازیتوب له ولسمشر او د هغه له ډلې سره مو چې په ډاګه خبرې اترې درلودې، ستایم او زه د  یو موټي ملګرو ملتونو په توګه د افغانستان د سولې او پرمختګ د ملي چوکاټ له موخو سره په سمون کې، د خپلو هڅو د پرمختیا د دوام لپاره خپله ژمنتیا تکراروم. "

ده زياته کړه، د افغانستان د سولې او پرمختګ په ملي چوکاټ کې د دولت پرمختګونه د افغانانو له حقونو او په یوه داسې هېواد کې چې په سوله کې اوسیږي او د ځان بسیاینې په لور روان دی، تړلي بللي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بې پرې او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "موږ په تېره لسیزه کې سخت درسونه واخیستل او پوه شولو چې ازادې او عادلانه ټاکنې په هېواد کې د ثبات، د قانون حاکمیت، دیموکراتیکو حقونو او یو والي لپاره کلیدي اهمیت لري. "

ده زياته کړه: "ولسمشر غني او زه د اعتماد وړ پارلماني ټاکنو او د خپلې مودې په پای کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو پوره ژمنیتا لرو."

د اروپا اتحاديې د پسفيک او اسياي برخې مرستيال پايولا پمپلوني وويل، ټاکل شوې د دې اتحاديې او افغانستان ترمنځ د همکاريو د پراختيا هوکړه ليک د روان زېږديز کال په ډيسمبر مياشت کې ترسره شي او د اکتوبر مياشت په منځنيو کې د افغانستان لپاره د دې اتحاديې نوې ستراتيژي بشپړه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور