کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): کابل کې د "سام" غونډې په څنډه کې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا ټينګار وشو او د ولسمشر مېرمنې وويل چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې به له نارینه وو سره په ګډه د ښځو شوراګانې هم جوړې شي.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني تېره ورځ مازديګر د سام لوړپوړي پلاوي ناستې په څنډه کې چې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا د تمرکز په نوم په ارګ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
سرچينه ليکي چې په دغو مراسمو کې چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني په وروستیو درېیو کلونو کې د افغان ښځو د فعالیتونو او عمده لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
هغې له نړیوالو شریکانو او افغانستان حکومت څخه د افغان ښځو د پیاوړتیا برنامو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه او ويې ويل افغان ښځو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې تبارز کړی او د افغانستان نوی نسل روښانه راتلونکي ته ژمن دی او هر اړخیزه هڅې کوي.
رولا غني دې ته په اشارې چې افغان ښځې اوس د سترو مسوولیتونو اخیستلو ته چمتو دي وویل، درې زره افغان ښځې د خپلو ګډو همکاریو او لازمې توانایي په کارولو سره د خپل راتلونکي حالت د ښه والي لپاره هڅه کوي.
د هېواد لومړۍ مېرمن وویل، تېر کال افغان مېرمنو په ټولو برخو کې د پام وړ رشد کړی او د ښځو د ملاتړ شبکې او د ښځو د سوداګرۍ خونې په رامنځته کېدو سره دغه قشر ته د زیاتو اقتصادي فعالیتونو بستر برابر شوی دی.
هغې وویل، د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې به له نارینه وو سره په ګډه د ښځو شوراګانې هم جوړې شي.
دې د ښځو په ملاتړ کې د دولت رول ارزښتناک وباله ویې ویل، ښځې اوس له سیمه ییزو او مرکزي ادارو سره زیاتې اړیکې لري.
لومړۍ مېرمن زیاته کړه، حکومت د اصلاحاتو راوستو، له فساد سره د مبارزې، د تدارکاتي بهیر او برېښنایي حکومتولۍ د معرفي کېدو په برخه کې زیاتې هڅې کړې دي.
په دې مراسمو کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو په جلا ډول په وروستیو کلونو کې د افغان مېرمنو د پرمختګ او پیاوړتیا د برنامو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهور ريیس د دې مراسمو په پای کې "د افغانستان دویم ځلي پیدایښت" په نوم د عکس نندارتون او د ارت لورد هنري ډلې د نقاشیو نندارې څخه کتنه وکړه.
د یادونې ده، نن پنجشنبې به د هېواد ولسمشر د افغانستان د انکشاف د پرمختګونو، لاسته راوړنو او اصلاحاتو د اجنډا په نوم د سام درېیمه ناسته پرانیزي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










