منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې په لومړي ځل ۱۶ نجونې له نیمه لوړو زده کړو فارغې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک ، ١٤تله ٩٦) : د اروزګان ولایت د ښوونکو د روزنې  له موسسې څخه په لومړي ځل  ۱۶  نجونې فارغه او د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل .

له  تېرو ۱۶ کلونو راهیسې دالومړی ځل دى چې د اروزګان ولایت د ښوونکو د روزنې له موسسې ښځينه فارغيږي  او د مسلکي ښوونکو په توګه یې ټولنې ته وړاندې کوي.

ددغه ولایت د ښوونکو د روزنې د ریاست مشر شاولي روښان پژواک اژانس  ته وويل ، دغې موسسي ته دوه کاله مخکې ۲۳  نجونې د ښوونکو د روزنې په برخه کې د زده کړو لپاره داخلې شوې، چې تر  دوه کلنو زده کړو وروسته نن د ۲۳ نجونو له ډلې ۱۶ تنه فارغې او ټولنې ته یې  وړاندې کوي.

روښان وایي ، پاتې نجونو د نا امنۍ او بېلابېلو نورو ستونزو له امله زده کړې   نیمایي کې  پرېښودې .

د اروزګان د ښوونکو د روزنې د ادارې مشر وایي ، داچې په دغه ولایت کې د مسلکي ښځینه ښوونکو د نشتون له امله د نجونو د زده کړې بهیر ټکنى وو ، خو وایي  چې تازه فارغه شوې  نجونې به وکولى شي چې د مسلکي ښوونکو په توګه په ښوونځیو کې دندې ترسره کړي.

له بلي خوا فارغ شوې  نجونې هم خوشحاله دي چې نیمه لوړې زده کړې يې وکړې او د مسلکي ښوونکو په توګه به دندې ترسره کړي

د زرغونې په نامه يوې فارغې شوې نجلۍ پژواک ته وويل ، له ډېرو ستونزو سره سره یې وکولی شو چې دوه کلنې زده کړې پاى ته ورسوي او د فراغت اسناد ترلاسه کړي.

نوموړې وایي، تر دې وروسته به د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه