کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٦) : ولسمشر غني وايي، د کندهار پوهنتون به په هغو پوهنتونونو کې شامل شي چې مالي خپلواکي به ولري.
ولسمشر دغه څرګندونې د تلې په ١٥مه، کندهار ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
په پيل کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل ولسمشر او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو د ایجاد او د هغوی په مرسته د ځینو څانګو د فعالولو یادونه وکړه.
نوموړي وویل، کندهار پوهنتون په واقعي معنا ملي پوهنتون دی، ځکه چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان او ۳۴ ولایتونو محصلین په کې په تدریس او تحصیل بوخت دي.
هغه زیاته کړه، پوهنتون کې هېچاته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او محصلین په خپلو نظري او عملي زده کړو او تحصیل بوخت دي.
توتاخېل وویل، کندهار پوهنتون کې د اوبو او چاپیریال د انجنیرۍ څانګه فعاله شوې او د همدغه پوهنتون له برکته افغانستان د اوبو نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
نوموړي همدارنګه د مجهز لابراتوار، د مرکزي کتابتون د ودانۍ او کرنیز فارم د جوړولو او د پخوانۍ قول اردو د نظامي روغتون د فعالولو یادونه هم وکړه چې د محصلینو د عملي کارونو ترڅنګ د هېوادوالو درمنله هم په کې کېږي.
توتاخېل د ودانیو او تشکیل کمبود د ستونزو د حل، استادانو ته د مسلکي روزنې د اسانتیاو د برابرولو، د پوهنتون د مالي استقلال، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره د هند له لوري د همکاریو د شوو ژمنو د تعقیب، کرنې وزارت سره د ځمکو د ملکیت د موضوع د حل، د کرنې پوهنتون تر چتر لاندې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ماسټرۍ د حداقل درې څلور څانګو د فعالولو او همدارنګه د کندهار معارف ته د زیاتې پاملرنې وړاندیزونه وکړل.
وروسته ولسمشر غني د کندهار پوهنتون استادانو، محصلینو او مشرانو ته د یاد پوهنتون د لومړي مقام له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه: ((زه نن ستاسو د مننې لپاره راغلی یم، ځکه کندهار پوهنتون دغه مقام تاسو په هلو ځلو ګټلی دی.))
نوموړي په کندهار پوهنتون کې د بېلابېلو ولایتونو د استادانو او محصلینو تدریس او تحصیل د ملي یووالي او ملي پیوستون څرګنده نښه وبلله او وې ویل، محصلين يې ویاړ دي.
ده د کندهار پوهنتون رييس او نورو ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندهار پوهنتون پرمختګونه او ستونزې یې په پوره وضاحت ورسره شریکې کړې.
هغه زیاته کړه، راتلونکې کې به د بشري منابعو عالي شورا خپله لومړۍ غونډه وکړي او دا په دې معنا ده چې ستاسو په ستونزو دوامدار غور کېږي او حلېږي.
login or register a new account.