ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې پراختيا او امنيت خونديتوب د افغان ماشومانو تر ټولو ستره هيله ده

د پوهنې پراختيا او امنيت خونديتوب د افغان ماشومانو تر ټولو ستره هيله ده

author avatar
20 Nov 2017 - 20:16
د پوهنې پراختيا او امنيت خونديتوب د افغان ماشومانو تر ټولو ستره هيله ده
author avatar
20 Nov 2017 - 20:16

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د پژواک خبري اژانس يوه نظرپوښتنه ښيي چې ډېرى افغان ماشومان وايي، که ولسمشر شي، د ښوونځيو جوړولو ته لومړيتوب ورکوي او په هېواد کې د امنيت ټينګښت ته ډېر پام کوي.

دغه راز له نيمايي ډېر ماشومان وايي د کليزې له نمانځنې سره بلد نه دي، خو ډېر يې وايي چې که داسې مراسم ورته جوړ شي، لومړى ورته خپل همزولي رابولي.

پژواک خبري اژانس د هېواد په ٢٦ ولايتونو (کابل، فراه، جوزجان، بادغيس، پروان، سرپل، سمنګان، پنجشير، کندوز، لوګر، پکتيا، زابل، تخار، بلخ، خوست، کاپيسا، کونړ، لغمان، کندهار، ننګرهار، غزني، ميدان وردګو، هرات، باميان، بدخشان او دايکنډي) کې، له سلو هغو ماشومانو سره چې عمرونه يې له ٩ تر ١٦ کلونو پورې دي، مرکې کړې دي.

هر پوښتل شوي کس دغو درېيو پوښتنو ته ځواب ويلى: "که ولسمشر شې، څه کار ترسره کوې؟ کليزه پېژنې؟ که د کليزې مراسم دې ترسره شي، لومړى چاته بلنه ورکوې؟"

د ماشومانو هيلې

موندنې ښيي چې له هرو لسو تنو څخه درې تنو يې ويلي چې که ولسمشر شي، ښوونځي جوړوي. يوه تن ويلي چې امنيت تامينوي؛ يوه تن ويلي چې له غريبانو سره مرسته کوي؛ درې تنو ويلي چې نه پوهېږي او پاتې نورو ويلي چې خلکو ته کارونه پيدا کوي، ناروغانو ماشومانو ته خدمت کوي او تفريحي پارکونه جوړوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر شې، کوم کار ترسره کوي؟ ډېرى معيوبو ماشومانو ويلي چې امنيت ټينګوي؛ ډېرى کارګر ماشومان وايي چې له بې وزلو سره مرسته کوي؛ ګڼ شمېر سوالګر ماشومان وايي چې د کاري زمينو برابرولو ته لومړيتوب ورکوي او د ښوونځيو ډېرى زده کوونکو ويلي چې ښوونځي جوړوي.

د کابل ښار د پل ارتل اوسېدونکې لس کلنې شیذر وويل: "که ولسمشره شم، ښوونځى جوړوم چې نجونې او هلکان درس ووايي چې لايق شي، ښه کارونه وکړي او..."

هغه د ټولو افغانانو په شان په خپل هېواد کې د امنيت د خونديتوب هيله لري او په خپله ماشومانه ژبه وايي: "چې چاودنه وشي ډارېږم، که زه ولسمشره شوم، چاودنې ختموم."

له دغو سل تنو څخه يوه ويلي چې هېڅکله نه ولسمشر کېږي.

د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ د برکي راجان سيمې اوسېدونکي ١٤ کلن عابد چې د خپل پلار په هټۍ کې کار کوي، وايي: "د غريب سړي اولاد ولسمشر کېداى نه شي، له ولسمشر څخه غواړم چې د بې وزله کسانو د ژوند ښه کېدو لپاره کار وکړي. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.