Language

ډاکتر عبدالله: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اساسي اقدامات وشي

کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶): ډاکتر عبدالله وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی یوازې شعار نه، بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري او حکومت ژمن دی چې په عملي اقداماتو سره به په دغه حالت کې اساسي بدلون راولي.

د حکومت اجرائيه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چې د «راځئ هېڅوک هېر نه کړو» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، بيان کړې.

ډاکتر عبدالله غونډې ته په خپله وینا کې وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، نو د ټولنې د ټولو وګړو مسوولیت دی چې د دې پدیدې پر وړاندې ودرېږي.

هغه وویل: ((له بده مرغه چې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د فجیع پېښو شاهدان يو، نو په دې صورت کې زموږ مسوولیت په مراتبو جدي او ډېر دی.))

نوموړي دغه راز زياته کړ چې په دې برخه کې ډېر ميکانیزمونه رامنځته شوي، د قوانینو د اصلاح په برخه کې پرمختګ شوی، خو ټولې ادارې هم په مرکزي او هم په ولایتي کچه باید د هغوی په پلي کولو کې مسوولیت احساس کړي.

د ډاکتر عبدالله په وینا، سالمه ټولنه هغه وي چې په جنسيتي لحاظ برابره او د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی نه وي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د ولسي تړون پروګرام په ګډون په ټولو ملي برنامو کې د ښځو وضعیت د بهبود او توانمندۍ لپاره پام شوی خو بیا هم د نننۍ ورځې په ویاړ هڅه کوي چې دا ونډه زیاته کړي.

اجرائيه رييس والیانو ته هدایت ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې جدي ونیسي، د هغوی لپاره د کار کولو ښې زمینې برابرې کړي او هم ترې ملاتړ وکړي.

ډاکټر عبدالله وايي: ((په ټولو ادارو کې د ښځو لپاره د فعالیت او کار کولو د مناسبې زمینې برابرول حتمي دي، په ځانګړي ډول په امنیتي ادارو کې.))

نوموړې زياته کړه چې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست باید په دې برخه کې کوټلي او جدي اقدامات وکړي. کورنیو ته باید دا ډاډ حاصل شي چې خپلو لوڼو او خویندو ته اجازه ورکړي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت وکړي. دا ډاډ هغه مهال برابرېږي چې د کار کولو لپاره ښځو ته مناسب فرصتونه او زمینه برابره وي.

اجرائيه رييس په تېرو ١٦ کلونو کې شته لاسته راوړنو ته په اشارې وویل چې یو مهال پر افغانستان داسې رژیم حاکم و چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې لاسته راوړنه بلله.

هغه زیاته کړه چې اوسنی وضعیت له شپاړسو کالو وړاندې سره د پرتلې وړ نه دی، خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هم د منلو وړ نه دی.

login or register a new account.