کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): په نوي ډيلي کې دافغانستان سفارت په پام کې لري چې د افغانستان او هندوستان لومړۍ فرهنګي اوونۍ ونمانځي.
په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير ډاکټر شيدا محمد ابدالي وايي، په دې فرهنګي اوونۍ کې چې ټاکل شوې د نومبر په ۲۹ مه پيل شي، د دواړو هېوادونو له خوا به بېلابېل ګډ علمي او فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.
هغه زياته کړه، افغانستان او هند بې شمېره فرهنګي مشترکات لري او د ولسونو ترمنځ یې پر فرهنګي اړیکو څو پېړۍ اوړي.
د نوموړي په وينا، د دې فرهنګي اوونۍ د نمانځلو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړیکې لا پیاوړې او نوي نسل ته ورزده شي، چې ددغو اړيکو په ساتلو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
ابدالي وايي : ((د افغانستان او هند تاریخي او فرهنګي اړيکو بنسټ چې د دواوړ هېوادونو د ولسونو له خوا یښودل شوی، زرګونه کلونه پرې اوړي او ددې اړيکو د ساتلو او دنوي نسل په ځانګړې توګه د افغان او هند محصلينو ته د معلوماتو ورکولو په موخه دا ګډه فرهنګي اوونۍ جوړېږي.))
د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي پژواک ته وويل، ټاکل شوې په دې فرهنګي اوونۍ کې د دواړو هېوادونو له خوا لس مختلف او ګډ فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.
د هغه په وينا، لومړۍ ورځ د افغانستان او هند ترمنځ ګډ علمي او څېړنیز سیمینار ته ځانګړې شوې، چې په څلورو تاریخي دورو «د اریایانو دوره، د افغان پاچاهانو دوره، د استعمار پر وړاندې د مبارزې دوره او له خپلواکۍ را وروسته دوره» کې د افغانستان – هند پر فرهنګي اړیکو به علمي بحث وشي.
د نوموړي په وينا، دا سیمینار به څلور فاينله ولري، چې په هر فاينل کې به په ترتیب سره له افغانستان او هند څخه دوه دوه او په ټولیزه توګه ۱۶ لیکوالان برخه واخلي، چې څلور به یې د فاينلونو رییسان وي.
د دې سیمینار په سر کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پیغامونه وړاندې کیږي او دغه راز د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران، سفیران، دیپلوماټان او فرهنګیان هم په کې برخه اخلي.
اجمل عالم زی وايي، ددغه سيمينار ټولې مقالې او ويناوې به را غونډيږي، د يو کتاب په بڼه به د دواړو هېوادونو په ملي ژبو چاپيږي او د دواړو هېوادونو پر تحصلي، علمي او فرهنګي مرکزونوبه په وړيا ډول وېشل کيږي.
د هغه په وينا، پر دویمه ورځ به د دواړو هېوادونو د هنري تابلوګانو، د لاسي صنايعو او ددواړو هېوادونو د اصيلو محلي لباسونو نندارتون وي او ترڅنګ به یې د دواړوهېوادونو ترمنځ د قوالي موسيقۍ ګډ پروګرام ترسره شي.
دى وايي، پر درېيمه ورځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ارکستر ګډ پروګرام وي، چې دافغانستان له اړ خه په کې د استاد سليم سرمست په مشرۍ د زهره ارکستر ګروپ ګډون کوي.
login or register a new account.