لښکرګاه (پژواک، ۸ لیندۍ ۹۶): د هلمند يو شمېر کروندګر وايي چې د مني موسم له کړو کښتونو يې ښه حاصلات ترلاسه کړي خو وايي چې په بازار کې يې نرخونه ټيټ دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په منډوي کې لسګونه موټر له جوارو، لوبيا، ممپليو او نورو توکو ډک ولاړ دي او ګروندکر وايي چې په ټيټه بيه يې نه شي خرڅولى؛ ځکه چې شوي لګښتونه هم نه پوره کوي.
په ياده سيمه کې د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر سيف الله پژواک ته وويل چې سږ کال يې له خپلې ځمکې څلور خرواره ممپلي ترلاسه کړي دي.
هغه وايي: ((په لنډو لارو مو طالبان نه پرېږدي، په اوږدو لارو راغلي يو، ډېر زيات لګښت مو پرې شوى دى خو دلته يې رانه په ډېره ټيټه بيه غواړي چې خپل سر هم نه پوره کوي.))
د هغه په وينا، د لارې په اوږدو کې د امنيتي سرتېرو له خوا هم ځورول کېږي، يا ترې پيسې اخلي او يا هم ترې په موټر کې بار شوي توکي ښکته کوي او وايي چې دا يې حق دى.
دغه راز يو بل کروندګر نورمحمد پژواک ته وويل چې موټر يې له جوارو ډک راوستلی دى خو دلته يو من ترې په ٦٠ افغانيو غواړي چې شوى لګښت هم نه پوره کوي.
په هلمند کې يو من څلور نيمې کيلو دى.
نورمحمد هم وويل چې د لارې په اوږدو کې د پوليسو له خوا ځورول کېږي او پيسې ترې غواړي.
ده له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې د کروندګرو حاصلاتو ته دې بازار پيدا کړي څو له ګڼو ستونزو خلاصى ومومي.
يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.
د لښکرګاه د منډوي مشر حاجي جبارخان پژواک ته وويل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د مني په موسم کې د حاصلاتو کچه لوړه ده نو ځکه يې بيې ټيټې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ لسګونه ټڼه جوار، لوبيا، مى، ممپلي او نور حاصلات منډوي ته راوړل کېږي نو ځکه يې بيې ټيټې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((زه له حکومته غواړم چې د مرستو لپاره دې زموږ د دهقانانو حاصلات واخلي، له بهره دې نه راوړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کرنې رياست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ مدير رفيع الله قلم پژواک ته وويل چې د طبيعي افتونو د کموالي، د عامه پوهاوي او ورښتونو د ډېروالي له امله د کرنيزو حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((خو لويه ستونزه دا ده چې بازار نشته دى، کروندګر مجبور دي چې خپل حاصلات په ټيټه بيه په محلي سوداګرو خرڅ کړي کنه ور باندې پاتې کېږي.))
نوموړى وايي، دوى هڅې کوي څو د هلمند د کروندګرو د حاصلاتو لپاره ښه بازار پيدا کړي.
بل لور ته د هلمند د والي وياند عمرځواک هم پژواک ته وويل چې حکومت هڅي کوي ترڅو د دې ولايت د کروندګرو کرنيزو حاصلاتو ته ښه بازار پيدا کړي.
ده وويل: ((ځيني کارونه هم شروع شوي دي، په ښوراب اډه کې اقتصادي زون جوړېږي چې په جوړېدو سره به يې په دننه او بهر کې د کروندګرو حاصلاتو ته بازار پيدا شي.))
د ځواک په وينا، پوليس او بل هېڅوک دا حق نه لري چې د لارې په اوږدو کې د کرنيزو حاصلاتو پر سر پيسې واخلي.
ده وويل چې دغه موضوع به د امنيتي ارګانونو له لوري په جدي ډول وڅېړل شي او ترسره کوونکو سره به يې قانوني چلند وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










