منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د پوهنې ستورى وټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل(پژواک،١١ ليندۍ١١مه٩٦):د کابل د پوهنې رياست، د پوهنې  ستوري  سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي چې په دغه کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون ليسې زده کونکى محمد نذير تر  ټولو ممتاز  زده کونکى غوره شوى دى.

د کابل د پوهنې رييس محمد سعيد منصور وويل چې د سيالۍ دغه پروګرام د روان کال له لومړيو څخه پيل  او د کابل په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې ترسره شو.

نوموړي وويل:" په دې سياليو کې، ١٥٠زره زده کوونکو برخه اخيستې وه او پايله کې يې درې تنو له لومړي څخه تر درېيم پورې مقامونه وګټل او د لومړي مقام ګټونکى کس د کابل ښار د پوهنې د ستوري په توګه غوره شو."

د کابل د پوهنې رييس زياته کړه:" په دې ازموينه کې ټول مضامين شاملېږي، د شهيد همايون لېسې د يوولسم ټولګي زده کونکي محمد نذير لومړى مقام، د عبدالاحمد جاوېد ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکو، شمېرې او ليمې په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کړي دي. "

محمد سعيد منصور وويل چې د لومړي مقام ګټونکي ته يو سوزکى موټر، دويم نومره ته يو لپ ټاپ او درېيم نومره ته ١٥زره افغانۍ نغدي جايزه ورکړل شوه.

د پوهنې رييس وويل چې دغه پروګرام د زده کوونکو ترمنځ د سولې خبرو اترو د فضا رامنځ ته کولو، د درس د کيفيت لوړولو او ډېرې مطالعې ته د هغوى د هڅونې په موخه جوړ شوى دى.

محمد نذير چې په دې سيالۍ کې يې لومړى مقام خپل کړى، وويل چې د ياد شوي پروګرام او ازموينو د ترسره کېدو له څرنګوالي څخه خوښ دى.

د هغه په وينا، د دا ډول پروګرامونو ترسره کېدل د زده کوونکو د لا ډېرې هڅونې او د دوى د سيالۍ د روحيې د پياوړتيا لامل ګرځي او ډېرې ښې او اغېزمنې پايلې لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه