منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غني: د ټولنې په بېلا بېلوبرخو کې دې د عالمانو رول ډېر شي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک،١٢ليندۍ٩٦): ولسمشر د ميلاد النبي(ص) په لمانځغونډه کې وويل، په دې اړه د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ عالمان اجماع لري چې په اسلامي هېوادونو کې د ګډوډيو رامنځ ته کول، بغاوت کول او دارالکفر بلل، ستره فتنه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد په لمانځغونډه کې خبرې کولې، وويل: "د ميلاد النبي(ص) شانداره تجليل، له هغه لارې او طريقې سره د ژمنې د نوې کېدو په معنا دى چې د بشريت هغه رهبر موږ ته په ميراث پرېښي دي."

هغه زياته کړه، له هغه حضرت(ص) څخه حقيقي پيروي، د هغه حضرت د رسالت د لوړو موخو په تعقيبولو کې نغښتې ده چې له اسلام څخه د ملتونو د هرکلي او د دغه مبين دين د نړيوال کېدو لامل وګرځېد.

غني زياته کړه: "يوه موخه چې په قران مجيد کې د اسلام د قدرمن پيغمبر د رسالت لپاره ياده شوې ده، له دښمنيو څخه خلاصون او اخوت او ورور ګلوۍ رامنځ ته کول دي. هغه (پيغمبر(ص)) راغى څو کينه،  دښمني، ورور وژنه، تېرى، ظلم، وينه تويېدنه او توپير پاى ته ورسوي او ځاى يې محبت، پيوستون، مرسته، سرښندنه، قرباني، له ځانه تېرېدنه او نور اخلاقي مکارم او فضايل ونيسي."

خو ولسمشر وويل، نن په داسې حال کې د پيغمبر(ص) ميلاد لمانځل کېږي چې اسلامي نړۍ له سترو فتنو سره لاس او ګرېوان ده؛ د افغانستان، حرمين الشريفين، مصر، ماليزيا، اندونيزيا او نورو اسلامي هېوادونو جيد عالمان په دې اړه اجماع لري چې په اسلامي هېوادونو کې د ګډوډيو رامنځ ته کېدل، سرکشي او دارالکفر بلل يوه ستره فتنه ده.

هغه زياته کړه: "د باغيانو عملونه د مسلمانانو له وژلو او د اسلامي هېوادونو له تخريبېدو پرته، بله موخه او پايله نه لري. له نبوي سنت او سيرت سره ژمنه، له موږ په ځانګړې توګه عالمانو څخه غواړي چې په هر اسلامي هېواد کې د خونړيو فتنو په مقابل کې په يوه خوله او اتفاق سره خپل غږ اوچت کړو. "

ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ټينګار وکړ چې د اسلام په تاريخ کې د ښځې پياوړى رول تل په ياد ولرو، وويل چې په نبوي سيرت کې د حضرت بي بي خديجې رضى الله عنها مقام ښيي چې ښځې له نبوي رسايت څخه په ملاتړ کې د اسلامي تاريخ له سباوون او د وحيې له لومړنيو شېبو څخه بنسټيز رول درلودلى او دې رول له اسلامي تمدن سره يو ځاى دوام درلودلى دى.

هغه زياته کړه. نن هم د هېواد په پراختيا او بدلونونو کې د افغان مسلمانو ښځو له رول څخه سترګې نه شي پټېداى. بايد له نبوي سرت څخه په پيروۍ سره د افغان مېرمنو د رول او مقام لا پياوړتيا ته پام وشي، د دوى لاسته راوړنو او برياليتوبونو ته د قدر په سترګه وکتل شي او هغه کسان چې د ښځو ضد ذهنيت سره غواړي د افغان مسلمانو ښځو د برياليتوبونو مخه ونيسي، هغوى د هېواد د پرمختګ او د اسلامي تمدن د غوړېدا خنډ دي.

ولسمشر په بېلا بېلو برخو کې د عالمانو د رول پر ډېرېدو ټينګار وکړ او ويې ويل: "علماء کرام زموږ د تېر کلتور سره زموږ د نښلېدو وسيله ده، نو ځکه بايد د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې د دوى رول زيات شي؛ په ځانګړې توګه د تعليم په برخه کې. زموږ جوماتونه بايد پر عبادي رول سربېره، خپل تعليمي او علمي رول بېرته خپل کړي او د جومات او معارف ترمنځ دې نېغه اړيکه رامنځ ته وي."

هغه دې ته په اشارې سره چې د هېواد په کليو او ښارونو کې د جوماتونو، مدرسو او عالمانو شمېر زيات شوى دى، وويل: "دغه لړۍ به دوام لري، هغه خونړيان چې وايي اسلام په خطر کې دى، دوى ته وايم چې اسلام په خطر کې نه دى، بلکې ستاسو وژنې، جنايتونه او بغاوتونه دي چې د مسلمانانو روزګار يې لا پسې خراب کړى دى."

غني زياته کړه، علماء کرام بايد د ولسي تړون په پروګرامونو کې هرومرو د قومي مشرانو، مدني فعالينو او نورو ترڅنګ رول ولري او د پوهنې له وزارت څخه غواړم چې د علم او سواد دودولو په برخه کې د جوماتونو د ملا امامانو رول ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه په نننيو مراسمو کې وويل: "زه ډېر خوښ يم چې د راتلونکې کال د ميلاد النبي(ص) د لمانځنې په مراسمو کې د سيرت النبي په برخه کې د غوره علمي مقالو، ليکنو او ژباړو لپاره د سترو عالمانو په نومونو جايزې او مډالونه ورکول کوم."

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې مراسمو کې د اسلام د ګران پيغمبر د ميلاد د ورځې په مناسبت مبارکي وويله او د قراني ايتونو په رڼا کې يې د اسلام د ستر پيغمبر  ځانګړي اخلاقو او صفات او له خلکو سره د هغه حضرت د چلند د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

هغه سربېره پردې چې د غير مسلمانو پوهانو له نظره يې د اسلام د ستر پيغمبر د بې بديله شخصيت په اړه معلومات ورکړل، ويې ويل چې نن په افغانستان کې شيعه او سني او ټول قومونه سره وروڼه دي او يو د بل حقوقو ته درناوى لري او د ملي يووالي حکومت تر مشرۍ لاندې د ګډ دښمن يعنې نړيوالې ترهګرۍ په ځانګړې توګه طالبان، القاعدې او داعش ډلو په مقابل کې په يوه سنګر کې مبارزه کوي.

غني په دې مراسمو کې د هرات ولايت غياثيه عالي دارالعلوم د ښځو د برخې مديرې بي بي حاجي ملکې مهيره ته د نجونو د ذهنونو د غوړېدا او پر اسلامي علومو د دوى د سمبالېدو او د ياد شوي دارالعلوم ښه همغږۍ په لړ کې د دې د خدمتونو او دا چې خپله ملي او اسلامي دنده يې په رښتينې، ژمنې او اغېزمنه توګه ترسره کړې ده، د ميوند د اتلې ملالې عالي دولتي مډال ورکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور