منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“نرګس نهان د ولسي جرګې د غړو د ښځو ضد روحيې قرباني شوه “

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

 کابل(پژواک،۱۳لیندۍ۹۶): له افغان مېرمنو د ملاتړ شبکه او د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي چې د کانونو او پټروليم وزارت لپاره رد شوې نوماند وزېره نرګس نهان د ولسي جرګې د ښځو ضد روحيې قرباني شوه.

نن د حکومت له خوا د معرفي شويو ۱۲وزيرانو څخه، ۱۱تنو يې له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه، خو يوازې د کانونو او پټروليم وزارت نوماندې نرګس نهان د ۱۰۷تاييد رايو په ترلاسه کولو سره د برياليتوب لپاره پوره رايې ونه ګټلې.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینې کارګر د جرګې په نننۍ غونډه کې د رایو شمېرنې له ختمېدو وروسته وویل:" له بده مرغه له نرګس نهان سره سم چلند ونه شو او د ولسي جرګې غړو وښودله چې نه غواړي ښځې یوه مقام ته ورسېږي،زموږ نننى کار د مېرمنو ضد عمل دی."

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې هیلې ارشاد هم وویل چې له نرګس نهان سره توپیري چلند وشو.

نوموړې زیاته کړه:" نننۍ رایې ورکولو وښودله چې ددغې جرګې غړو د ښځو ضد په روحيې سره عمل وکړ او ویې نه غوښتل چې یوه مېرمن د وزارت مقام ته ورسېږي."

خو په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي په دې اړه وویل:" ښايي د نرګس نهان پروګرامونو د ولسي جرګې غړي نه وي قانع کړي او یا هم دا چې نارینه وو وغوښتل چې یوه ښځه دې مقام ته ونه ورسېږي."

په ورته وخت کې له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ شبکې د رهبري شورا غړې عادلې امرخېل وويل:" که ‎ پروګرام مطرح وای، ډېرو نورو نوماند وزيرانو هم قوي پروګرامونه نه درلودل."

هغې زياته کړه چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازو له نرګس نهان سره د ښځو ضد په روحيې سره چلند کړی او دا کار  ددې لامل شو چې هغه لازمې رايې ترلاسه نه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې