منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

د خوست ولايتي شورا د امنيه قوماندان د دندې ځنډولو غبرګون کې دفتر وتاړه

· 2 دقیقې لوستل · 160 کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٤ ليندۍ ۹۶): د خوست ولايتي شورا خپل دفتر د دغه ولايت د امنيه قوماندان د دندې ځنډولو په غبرګون کې د اعتراض په ډول وتاړه.

د خوست ولايتي شورا غړي وايي چې پر امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د اداري فساد تورونه لګېدلي او دنده يې ځنډول شوې ده.

د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان د ليندۍ په ١٥مه يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې پر قوماندان لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل او له مرکزي دولته يې په دې برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د شورا بل غړي عبدالولي واحدزي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې وويل، تر هغه چې د قوماندان غيرت د قضيې څېړلو لپاره يو ګډ پلاوی ونه ټاکل شي، د خوست د ولايتي شورا دفتر به تړلی وي.

ده پر هغه پلاوي چې د امنيتي ارګانونو د ارزونې لپاره خوست ته راغلی و، تور ولګاوه چې د فيض الله غيرت په برخه کې يې له ځان سره لېږدولی راپور حقيقت نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې مرکزي دولت زموږ غوښتنه ونه مني او خوست په درېيو ورځو کې پلاوی را ونه لېږي، موږ به نورو اعتراضونو ته مخ کړو.))

څو ورځې وړاندې هم د ولايتي شورا يو شمېر غړو په يوه غونډه کې پر مرکزي دولت غږ کړی و چې د خوست امنيه قوماندان دې نه تبديلوي، خو ځيني نور خلک بيا پر هغه د ناغېړۍ تور لګوي.

د دغه ولايت يو اوسېدونکي عبدالرحمن سادات پژواک اژانس ته وويل چې د امنيه قوماندان د ناغېړۍ له کبله په ښار او لرو پرتو سيمو کې د جنايي جرمونو مخه نه نيول کېږي.

هغه زياته کړه: ((کله چې يو څوک د بل چا د قتل اراده وکړي، نو بيا خوست ښار ته راځي؛ ځکه دلته په ډاډه زړه خپل کار سرته رسولی شي. امنيت نه په ښار او نه په لرو پرتو سيمو کې خوندي دی.))

تر اوسه  د خوست ولايتي چارواکو پر قوماندان فيض الله غيرت د لګېدلو تورونو او يا د هغه د دندې د ځنډېدلو په اړه له رسنيو سره کوم څه نه دي شريک کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه