منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د پنجوايي خلک خپلو ځمکو ته اوبه او حاصلاتو ته بازار غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۶): د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو کښتونو او باغونو ته اوبه او خپلو کرنیزو محصولاتو او مېوو ته بازار غواړي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر مخور او قومي مشران نن (د لیندۍ ۱۴مه) ولایت ته ورغلي وو او خپلې ستونزې یې د کندهار له والي زلمي ویسا سره شریکې کړې.

د پنجوايي قومي مشرانو له والي سره په لیدنه کې وویل، د دې ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او کافي اوبه نه لري.

د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيایي شورا مشر حاجي نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند د کندهار د اوو ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې پر کرنه او باغداري یې بده اغېزه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ باغ لرونکي او کروندګر له تېرو څو کلونو راهیسې له دې ستونرې کړېږي او د کرنې لپاره کافي اوبه نه لري.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دوی میوو او نورو کرنیزو محصولاتو په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي.

د دې ولسوالي یوه بل مخور حاجي نظر محمد پژواک اژانس ته وویل، حکومت ته په کار ده ځوانانو ته کار پیدا کړي، د کرنې د ودې په موخه د اوبو سرچینې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د کمښت ستونزه تر ټولو جدي ده او په ډېرو ولسوالیو کې کروندګر اړ شوي پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.

د نوموړي په وينا، د پنجوايي اوسېدونکو په تېرو کلونو کې سختې ستونزې او زيانونه ګاللي، ځکه دغه ولسوالي هغه مهال د وسله والو مخالفينو د فعاليت د يوه مهم مرکز په توګه پېژندل کېده او هره ورځ د ناامنيو او جګړو شاهده وه خو اوس د خلکو په مرسته په کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

د غونډې نورو ګډونوالو هم په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حلولو، ځوانانو ته د کار موندلو او پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په دې وروستیو کې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې سروې روانه ده او وروسته به يې عملي چارې هم پیل شي.

هغه زیاته کړه، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به تر ډېره د زراعتي اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

د دهلې بند ٦٥ کاله وړاندې د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند د امریکا د متحده ایالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دی.

د دهلې بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دې ستونزې په دغه ولايت کې کرنه اغېزمنه کړې ده.

دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

ویسا دغه راز وویل چې  حکومت جدي هڅې کوي څو د هېواد کرنیزو محصولاتو ته د کورني بازار تر څنګ نړيوال بازار پيدا کړي.

ده زیاته کړه، د هندوستان او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز او چابهار بندر پرانيستل هغه لارې دي چې د افغانستان محصولات به تر نړيوالو بازارونو په اسانۍ ورسېږي.

خو د کندهار والي د پنجوايي له اوسېدونکو وغوښتل چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو او نورو نشه يې توکو کښت ونه کړي او پر ځاییې حلال کښت وکړي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي او مهم کرنيز محصولات يې انار، انګور، غنم او نور دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه