کابل (پژواک،۱۵ليندۍ۹۶): د حکومت اجرائيه رييس وايي، په افغانستان کې هنر او هنروال د څو وروستيو لسيزو جګړو او د طالبانو د ديني سخت دريځۍ له امله سخت زيانمن شوی او په بشپړه توګه څنډې ته کړی شوی دی.
دغه مطلب د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د هنر ورځې د نمانځنې په مناسبت پيغام کې څرګند شوی دی.
د دغه پيغام په يوه برخه کې د هېواد له تاريخ سره د هنر او کلتور اړيکه نه شلېدونکې بلل شوې ده.
ده ويلي: "له دې حقيقت څخه سترګې نه شو پټولای چې هنر په دې وروستيو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده، له دې سره سره هم اړينه ده چې د هنر د معياري کولو او ښه کولو په برخه کې کلک تدابير په پام کې ونيول شي."
هغه زياته کړه، افغان دولت مکلف دی چې د هنر د ښه کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، هغه چارواکي چې د هنر په برخه کې کار کوي، بايد د هنر او هنروال پر وړاندې خپل ارزښتمن مسووليتونه هېر نه کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست رسول باوري په خپلو خبرو کې وويل:"که موږ له هنر سره ژوند وکړو، زموږ ژوند انساني دی، که له هنر پرته ژوندوکړو، زموږ ژوند له ستونزو او ننګونو سره ملګری دی، نو ځکه هنر زموږ د ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه ګڼل کېږي."
د نوموړي په وينا، حکومت مکلف دی چې د هنروالو اشخاصو لپاره چې په بېلا بېلو برخو کې هنر لري، زمينه برابره کړي، يوه دا ډول زمينه د هنروالو هڅول دي؛ له همدې امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر د عالي شورا په همکارۍ پرېکړه کړې چې هنروالان وهڅوي او د هنر ورځ د جشنوارې په ډول ونمانځي.
د هنر د عالي شورا غړي تيمورشاه حکيم يار د هنروالو د ننګونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د ده نه يادېږي چې چا د ولاياتو هنروالو ته پاملرنه کړې وي.
خو هغه زياته کړه: "سږکال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ پرېکړه وشوه چې د کابل هنروالو ته ۳۰سلنه بوديجه او د ولايتونو هنروالو ته ۷۰سلنه بوديجه بېله شي. "
هغه زياته کړه، د هنر عالي شورا بايد د هنروالو پر غږ رسولو بدله شي، په هر ولايت کې دې پنځه تر لس جريبه ځمکه د فرهنګي سيمې په توګه وټاکل شي، د هنروالو صندوق بايد پر يوه واقعي صندوق بدل کړی شي، څو د دغه صندوق په پانګې سره هنروالان وهڅول او درملنه يې وشي.
نوموړي د متقاعدو هنروالانو د ستونزې په اړه وويل، دغه هنروالان له يو عالم تجربو سره ګوښه کړی شوي او پر رواني ناروغيو اخته شوي دي؛ حکومت بايد د دې ستونزې د حل لپاره يو ميکانيزم په پام کې ونيسي.
دغه جشنواره د فلم نندارې، تياتر او کنسرت په ترسره کېدو سره پای ته ورسيده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










