جلال اباد (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت بهسودو او کامې ولسواليو ۵۰۰ بې وسه مېرمنو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړېږي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، ياده پروژه پنځلس مياشتې وخت نيسي او ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د دغو فارمونو د اجناسو د وېش لپاره د ليندۍ په ۱۸مه د کرنې او مالدارۍ رياست په انګړ کې مراسم هم جوړ شوي و، چې د يادې پروژې تمويلوونکې ادارې مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه د باغدارۍ او مرغدارۍ د ملي پروګرام له لارې پلې کېږي او ټولټال به پرې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راشي.
دی وايي، د دغې پروژې ګټه به په مستقيم ډول ۵۰۰ کورنيو او په غير مستقيم ډول زرګونه کسانو ته ورسېږي.
د رحيمزي د معلوماتو له مخې، هرې مېرمنې ته به ۳۰ چرګې، د اوبو ټانکۍ او نور وسايل، جالۍ، دروازه او دوا ورکول کېږي، چې ټوليز لګښت يې ۳۶ زره افغانۍ کيږي.
د کرنې او مالدارۍ رييس وويل، چرګې هګۍ ورکوونکې دي، چې د يادو مېرمنو له لوري به روزل کېږي او بيا به يې هکۍ په بازار کې پلوري او هم به نور چرګوړي توليدوي.
د هغه په وينا، د تولېدونکو هګيو د بازار موندنې لپاره د مېرمنو اتحاديه جوړېږي او بيا به هغوی په عمده پلورونکو هټۍ والو هګۍ پلوري.
په ختيځ کې د باغدارۍ او مرغدارۍ ملي پروګرام مشر رحمت ګل سيرت ساپي وويل، د دغې پروژې موخه مېرمنو ته د کار زمينه برابرول او له هغوی سره د ستونزو د حل لپاره دوامداره مرستې کول دي.
نوموړي زياته کړه، دا پروژه به خلکو ته د اقتصادي وضعيت د ښه والي ترڅنګ د هغوی د غذايي رژيم په غوره والي کې هم ونډه واخلي.
هغه ډاډ ورکړ چې په بهسودو او کامې ولسواليو کې د دغې پروژې تر کاميابېدو وروسته به دا پروژه نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
ګل بي بي، چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او دغه مرسته يې تر لاسه کړه وايي، دا به يې بې سرپرسته کوچنيانو ته د ګټې وټې ښه سرچينه شي.
هغې ژمنه وکړه چې د دغو چرګوړو ښه ساتنه به کوي او په راتلونکي کې به خپل دغه کاروبار ته پراختيا هم ورکړي.
د يادلو ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې مېرمنو ته د سبزيجاتو د باغچو او غواګانو د روزنې زمينه برابره شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










